د هېټلر تیلېفون امریکا کې لیلام ته وړاندې کېږي

د هېټلر تیلیفون

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، دغه تیلېفون د جرمني د نازي مشر اډولف هېټلرد واکمنۍ پرمهال د نوموړي له خوا کارولې کېده

د جرمني نازیانو د مشر اډولف هېټلرله خوا په دویمه نړیواله جګړه کې کارېدلی سرمېزی تیلېفون په امریکا کې لیلام ته وړاندې کېږي.

په پام کې ده دغه لیلام د روانې اونۍ د رخصتیو ورځو کې جوړ شي.

دغه سوررنګه تیلېفون چې د نازي مشر نوم په نقش پرې لیکل شوی، په ۱۹۴۵ کال د برلین په یوه تهکاوۍ کې موندل شوی و.

شوروي پوځيانو دغه تیلېفون بریتانیايي جګړن سر راف رینر ته د جرمني له نیول کېدا لږ وروسته د ډالۍ په توګه ورکړی و.

ددغه تیلېفون لیلاموونکې ادارې الکسندر هیسټوریکل لیلام ویلي، دا لیلام به د میري لېنډ ایالت په چیساپیک ښار کې اعلان شي، چې بولۍ به له یو لک (سل زره) ډالرو پیلېږي.

سرچینه وايي، هیله لري چې د سر راف د زوی له خوا ددغه خرڅېدونکي تیلېفون بیه به تر ۳۰۰ زرو ډالرو ورسېږي.

اې پي خبري اژانس د دغه لیلامځي سمبالوونکي بېل پیناګوپلس له خولې ویلي، دا تیلېفون د "پراخې ویجاړۍ وسله" وه، ځکه چې هېټلر د امر ورکولو لپاره کاراوه چې په لړ کې یې په جګړه کې ګڼ انسانان ووژل شول.

د هېټلر تیلیفون

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، دغه سوررنګه تیلېفون چې د نازي مشر نوم په نقش پرې لیکل شوی، په ۱۹۴۵ کال د برلین په یوه تهکاوۍ کې موندل شوی و.