کولمبیا کې حکومت او فارک ډلې د سولې بل تړون وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د کولمبیا حکومت او د دغه هېواد یوه مخالفه وسلواله ډله (فارک) وایي، د سولې پر نوي تړون یې هوکړه کړې ده.
د کولمبیا حکومت نږدې شپږ اونۍ مخکې هم له دې ډلې سره د سولې تړون وکړ، خو په ټولپوښتنه کې ونه منل شو.
دواړه لوري له څلورو کلونو راهیسې په کیوبا کې د سولې خبرې کوي او وايي، په نوي تړون کې یې د اپوزېسیون او نورو ډلو وړاندیزونه ځای کړي دي.
له فارک یاغیانو سره د سولې د لومړني تړون مخالفانو ویل، چې هغه تړون تر حکومت د فارک یاغیانو په ګټه دی.
خو د سولې دا تړون بلې ټولپوښتنې ته نه وړاندې کېږي، بلکې کانګرس به رایه ور کوي.
دواړه لوري په یوه اعلامیه کې وایي:" موږ د وسلوال تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره نوی تړون وکړ. داسې تړون چې بدلون او وضاحت پکې شته او د مختلفو ټولنیزو ډلو همکاري ور سره ده. "
دا تړون د کیوبا او ناروې په منځګړتوب په هاوانا کې شوی دی.
د اکتوپر پر ۲ د کولمبیا خلکو په یوه ټولپوښتنه کې په ۵۰،۲ سلنه رایې سره د حکومت او فارک ترمنځ د سولې تړون رد کړ.
د تړون مخالفانو ویل، چې فارک ته ډېر امتیازونه ور کړل شوي او د هغو وژونو حساب ور سره نه کېږې، چې دې ډلې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
فارک ډله
فارک د کولمبیا تر ټولو ستره مخالفه وسلواله ډله ده او په ۱۹۶۴ کال د حکومت په پرځېدلو او د مارکېست رژیم په رامنځ ته کېدلو سره جوړه شوه.
له منځلاري پیل وروسته دا ډله په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې هغه مهال وځلېدله چې د نشه يي توکو سوداګري یې پیل کړه او مالي پرمختګ یې وکړ.
د قدرت په اوج کې د لاتینې امریکا د چریکي ډلو تر ټولو غوره او مجهزه ډله شوه.
خو د زرګونو فارک یاغیانو په وژل کېدلو او له ډلې څخه تر وتلو وروسته د دې ډلې د وسلوالو شمېر له شل زرو څخه اوو زرو ته ټیټ شو.
له فارک وروسته بله ډېره کارند ډله اي اېل اېن یا ملی خپلواک پوځ دی چې لا هم له دولت سره په جګړه ښکېله ده.
د کولمبیا په ۵۲ کلن تاوتریخوالي کې تراوسه شاوخوا دوه لکه شپږ ویشت زره کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې کوره شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images








