کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو

د کولمبیا د سولې تړون د دغه هیواد ولسمشر او د فارک ډلې مشر لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د کولمبیا د سولې تړون د دغه هیواد ولسمشر او د فارک ډلې مشر لاسلیک کړ.

د کولمبیا حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په دغه هېواد کې ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېدله.

د دې تړون په لاسلیکېدلو سره اروپایي ټولنې فارک یاغیان د ترهګرو له نوملړه لرې کړل.

دا ټولنه وایي، چې د سولې تړون په پلي کېدلو سره به د کولمبیا د پرمختګ لپاره هم مرسته وکړي.

په کارټیجینا کې د فارک یاغیانو مشر تیماشینکو او د کولمبیا ولسمشر یوان مانویل سینټوس پر دغه تړون وروستی لاسلیک وکړ.

دواړو لورو پر داسې قلم دا تړون لاسلیک کړ چې له مرمۍ جوړ شوی و.

په دې ډول به فارک ډله د یو رسمي سیاي ګوند په توګه د کولمبیا په سیاسي ډګر کې لوبیږي.

په دې مراسیمو کې د ملګرو ملتو مشر بانکي مون، د کیوبا ولسمشر رایل کاسټرو او د نورو سیاسی سټو په ګډون له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون کړی و.

د کولمبیا ولسمشر سینټوس هیله وښوده چې په دې تړون سره به په دغه هیواد کې نوی پېر پیل شي.

هغه د سولې تړون "د جگړې د ستونزو، درد او غم" پای وباله.

له ۱۹۶۴ کال راهیسې فارک ډلې د کولمبیا د حکومت پرضد جګړه کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ۱۹۶۴ کال راهیسې فارک ډلې د کولمبیا د حکومت پرضد جګړه کوله.

د فارک ډلې مشر هم په خپله وینا کې وویل: " موږ له وسلې پرته سیاسي ډګر ته ننوتلو او په دې تړاو باید هیڅوک شک ونه کړي"

ټاکل شوې، د سولې تړون راتلونکې اونۍ د اکتوپر پر ۲ ټولپوښتنې ته وړاندې شي.

د ملی ازادي بښونکي پوځ یا اې اېل اېن په نوم په کولمبیا کې دویمې سترې وسلوالې ډلې هم د یکشنبې په ورځ وویل، چې تر ټولپوښتنې پورې یو لوریز اوربند کوي.

دې ډلې هم هیله ښودلې چې د کولمبیا له حکومت سره به د سولې لپاره ځانګړی تړون لاسلیک کړی.

د کولمبیا په ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۶۰ زرو ډېرو کسان وژل شوي او تر ۶ میلیونو پورې نور بې کوره شوي دي.

د تړون لاسلیکولو پر مهال د فارک ډلې له خوا د په نښه شویو خلکو کورنیو هم ګډون درلود.

د کولمبیا د سولې تړون مراسمو کې د مهمو او سیاسي شخصیتونو په ګډون له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود.
د عکس تشریح، د کولمبیا د سولې تړون مراسمو کې د مهمو او سیاسي شخصیتونو په ګډون له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود.

تړون څنګه وشو؟

د کیوبا په پلازمېڼه هاوانا کې د دواړو لورو ترمنځ څلور کاله خبرې پایلې ته ورسېدې.

د فارک ډلې مهمو غړو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې دې تړون ته پټه رایه ور کړه.

د کولمبیا ولسمشر وایي "د سولې تړون لاسلیکول د لارې سر دی. سخت کار یعنې د هېواد بیارغونه له دې وروسته پیلیږي".

نوموړی باوري دی چې په ټولپوښتنه کې به ډېر خلک دې تړون ته رایه ور کړي.

د نظرپوښتنو له مخې، له "۶۵ تر ۷۰ سلنه خلک" به د "سوله د ټولو لپاره بری دی" په نوم ټولپوښتنې ته رایه ور کړي.

خو ولسمشر سېنټوس وایي، که خلک تړون ته رایه ور نه کړي، جګړه به بیا پیل شي: "بیا به هېواد شپږ کاله پخوا وخت ته وګرځي، له فارک سره به جګړه پیل شي. دا دویم غوراوی دی."

په کولمبیا کې د سولې تړون سره د نږدې ۵۲ کلونو کورنۍ جګړه پای ته ورسېده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په کولمبیا کې د سولې تړون سره د نږدې ۵۲ کلونو کورنۍ جګړه پای ته ورسېده.