الوتکې غورځېدو پېښه کې مور او ماشوم ژوندي پاتې شوي

کله چې مرستندویان د دوشنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورسېدل، پیلوټ کارلوس ماریو یې په الوتکه کې دننه مړ وموند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کله چې مرستندویان د دوشنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورسېدل، پیلوټ کارلوس ماریو یې په الوتکه کې دننه مړ وموند

یوه ځوانه مېرمن له خپل ماشوم سره له هغه پنځه ورځې وروسته ژوندۍ وموندله شوه، چې الوتکه یې په لوېدیځه کولمبیا کې وغورځيده.

د کولمبیا هوايي ځواک یوه مشر د دغې مېرمنې او ماشوم ژوندي پاتې کېدل یوه ( معجزه ) بللي.

۱۸ کلنه ماریا نېلې موریو او یو کلن ماشوم یې، چوکو ایالت کې هغه ځای کې وموندل شول، چې د دوی کوچنۍ الوتکه پکې غورځېدلې وه.

مېرمن موریو لږ ټپي وه او د بدن ځینې برخې یې سوځېدلې وې، خو ماشوم یې روغ رمټ معلومیده.

که څه هم مور یې ټپي وه، خو ماشوم روغ رمټ معلومیده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، که څه هم مور یې ټپي وه، خو ماشوم روغ رمټ معلومیده

د شنبې په ورځ دغه دوه ماشینونه لرونکې الوتکه د ارام سمندر ساحل له لارې د چوکو له مرکزي ښاره قویبدو نه نوقوي ښارګوټي ته پر لاره وه، چې وغورځيده.

کله چې مرستندویان د دوشنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورسېدل، پیلوټ کارلوس ماریو یې په الوتکه کې دننه مړ وموند، خو د الوتکې دروازې نیمکښې پاتې وې او مېرمن موریلو او ماشوم یې یودایر مورینو، هلته موجود نه وو.

د مرستندویانو ۱۴ کسیزه ډله د دوی موندلو لپاره تر دریو ورځو پورې په ځنګله کې ګرځیده.

د کولمبیا هوايي ځواک ډګروال هیکټر کاراسکال په خبره:

' دا یوه ناڅاپي پېښه وه، چې ډېره پراخه سیمه کې رامنځته شوه او د دوی ژوندي پاتې کېدل یوه معجزه ده.'

د ماشوم په اړه نوموړي وویل، چې د مور جذبه به هغه ته توان ورکړي، چې ژوندی پاتې شي.

مور او ماشوم دواړه د چورلکې په وسیله قویبدو کې روغتون ته لېږل شوي دي.

.