کولمبیا کې رای اچوونکو له فارک سره د سولې تړون رد کړ

ولسمشر خوان مانوېل سانټوس ''زه د کولمبیا د ټیکاو راوستلو ضامن یم''

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ولسمشر خوان مانوېل سانټوس ''زه د کولمبیا د ټیکاو راوستلو ضامن یم''

په کولمبیا کې رای اچوونکو له کیڼ اړخو فارک یاغیانو سره د سولې د وروستي هوکړه لیک د ۵۰٫۲۴ منفي رایو په اچولو سره رد کړی دی.

څو اونۍ وړاندې د کولمبیا ولسمشر خوان مانوېل سانټوس او تیمولیون جیمه نز له کابو ۴ کلنو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

خو ددغه تړون عملي کېدو ته د کولمبیايي رای اچوونکو د تایید اړتیا وه.

له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې کولمبیا کې کورنۍ جګړه روانه ده
د عکس تشریح، له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې کولمبیا کې کورنۍ جګړه روانه ده

فارک یاغیان له ۵۲ کلنې کورنۍ جګړې وروسته پر ځمکه د وسلو اېښودل ومنل او په سیاسي بهیر کې ورګډېدو ته یې غاړه کېښوده.

ښاغلي سانټوس وړاندې خبرداری ورکړی و، چې ددې جګړې د پای ته رسولو لپاره له سولې پرته بله لاره نه شته.

له فارک یاغیانو سره په جګړه کې نژدې ۲۶۰ زره کسان وژل شوي دي.

فارک یاغیانو وړاندې پر ځمکه د وسلو اېښودو هوکړه کړې ده
د عکس تشریح، فارک یاغیانو وړاندې پر ځمکه د وسلو اېښودو هوکړه کړې ده
ځینو خلکو د رای اچونې د پایلو له ډاګیزه کېدو سره خوشحالۍ وکړې
د عکس تشریح، ځینو خلکو د رای اچونې د پایلو له ډاګیزه کېدو سره خوشحالۍ وکړې

د رایو پایلې ښيي، چې نژدې ۵۰٫۲ سلنه رایې اچوونکو د هوکړې پر خلاف رایې ورکړې او ۴۹٫۸ په سلو کې مثبتې رایې کارولې دي.

دا رایې او د سولې د تړون ردول د ولسمشر سانټوس لپاره یو ډول دروند ګوزار دی. سانټوس له ۲۰۱۰ کال راهیسې د جګړې ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.

د جګړو له کبله نژدې اته میلیونه وګړي بې ځایه شوي دي.

بي بي سي کې د امریکا د چارو خبریال لیوناردو روشا وايي، د کولمبیا ولسمشر اوسمهال د هېواد په تاریخ کې له ډېره کړاوه ډک پړاو سره مخامخ شوی دی.

له فارک یاغیانو سره د کولمبیا د سولې تړون په ۲۹۷ پاڼو کې جوړ شوی، چې د کولمبیا په ټولنه کې یې ګڼ درزونه رامنځ ته کړي دي.

ګڼ وګړي فارک یاغیانو ته په سپکه سترګه ګوري، امریکا کې هم دا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې ده.

د سولې د تړون ګڼ مخالفان شکایت کوي، ډېری هغه بندي شوي یاغیان به وبښل شي چې د میلیونونو وګړو د مرګ او بې ځایه کېدو لامل دي.

دولت هڅه کوي دا ډول اندېښنې د ټولپوښتنې له لارې له منځه یوسي.

د رایو پایلې د تمې خلاف ډېرې نژدې وې او ډېرو کولمبیایانو ټکان خوړلی دی
د عکس تشریح، د رایو پایلې د تمې خلاف ډېرې نژدې وې او ډېرو کولمبیایانو ټکان خوړلی دی