د وچې ډوډۍ کیسه: له اسلامي دربارونو څخه زموږ تر دسترخوانونو پورې

د عکس سرچینه، Getty Images
وچه ډوډۍ، چې یو شمېر هېوادونو کې نان ورته وايي، د سویلي اسیا مشهوره غذايي توکی دی، په نړیواله کچه ډېر مینهوال لري.
نن سبا وچه ډوډۍ او د هغه بېلا بېل ډولونه د هند، افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیې او منځني ختیځ په ډېرو رستورانونو کې موندل کېږي، خو پخوا دا ډوډۍ یوازې د اسلامي پاچاهانو په دربارونو کې خوړل کېده. پوښتنه دا ده، چې څنګه له شاهي پخلنځیو څخه زموږ تر دسترخوانو راورسېده؟
که څه هم د وچې ډوډۍ تاریخ ډېر روښانه نه دی، خو ډېری د خوړو تاریخپوهان په دې باور دي، چې له لرغوني فارس راغلې ده. ځکه "نان" فارسي کلمه ده، نو فارسایانو به دا ډوډۍ له اوبو او اوړو جوړوله او په تنور کې به یې پخوله.
نان یا وچه ډوډۍ د هغو پاچاهانو له لارې د هند نیمې وچې ته ورسېده، چې د ۱۳مې او ۱۶مې پېړیو ترمنځ یې پر دې سیمو واکمنۍ کولې. مسلمانو واکمنانو له ځان سره د لوېدیځې او منځنۍ اسیا د پخلي دودونه هم راوړل، چې ځینې یې په تنور کې پخېدل.
امیر خسرو، چې د علاءالدین خلجي او محمد بن تغلق د واکمنۍ پر مهال یې د دربار احوال لیکلي، په خپلو لیکنو کې د وچې ډوډۍ دوه ډولونه یاد کړي: د تنک ډوډۍ او تنوري ډوډۍ.
تنک ډوډۍ نرۍ او نازکه وه، خو تنوري ډوډۍ غټه، پړسېدلې او په تنور کې پخېده. د ډهلي د سلطنت پر مهال ډېر کله ډوډۍ له کبابونو او قیمې سره خوړل کېده.
د شاهي پخلنځیو آشپزان به د وچې ډوډۍ په پخولو کې ډېر ماهر وو. هغوی به لومړی ځانګړی خمیر جوړاوه بیا به یې د ډوډۍ د نرموالي او سپکوالي لپاره خمیر مایه ورسره اضافه کولi، چې هغه مهال ډېره کمه پیدا کېده. دا چې دې ډول ډوډۍ پخول ډېر مهارت غوښت او توکي یې په سختۍ پیدا کېدل، نو یوازې د اشرافو خوراک و.
د وچې ډوډۍ دا دود د مغولو په پاچاهۍ کې، چې نژدې درې پېړۍ وه، هم دوام وکړ.

د عکس سرچینه، The Met
د سویلي اسیا تاریخپوه، نیها ورماني وایي:
"ځانګړي آشپزان، چې 'نان بایس' یې بلل، د وچې ډوډۍ بېلا بېل ډولونه به یې پخول. لکه نانِ ورقي، چې نرۍ، پاڼې - پاڼې پوښونه یې لرل او نانِ تنګي، چې کوچنۍ وه او شوروا یې ښه ځان ته جذبوله."
د وچې ډوډۍ ځینې ډولونه د هغو کورنیو په نومونو ونومول شول چا چې پخول.
باقر خاني، چې د بسکټو په څېر جوړښت لري، ور ته یې ځکه دا نوم غوره کړی، چې د باقر نجم سيني په پخلنځي کې به پخېده او نوموړی د جهانګیر او شاه جهان په دربار کې لوړپوړی چارواکی و.
په هند کې د بریتانوۍ واکمنۍ پر مهال لا هم وچه ډوډۍ د شتمنو خوراک و، چې د انګریز سیلانیانو له لارې یې لوېدیځې نړۍ ته یې لاره پیدا کړه. په هند کې، وچه ډوډۍ ورو- ورو د استعماري پخلنځیو برخه شوه او له وچو غوښو او سیمه ییزو مسالو لرونکو شورواو سره به خوړل کېده.
نیها ورماني وایي:
"وروسته ورو- ورو پېچلي طریقې ساده شوې او وچه ډوډۍ د عامو خلکو تر لاسو هم ورسېده. داسې لکه نن چې یې په ډېرو ځایي رستورانونو کې وینو."
نن سبا د وچې ډوډۍ یو ډول له اوړو، مستو او خمیرې جوړېږي. لومړی خمیر ښه سره ګډېږي او د یو څه وخت لپاره پرېښودل کېږي، ترڅو وپړسېږي. بیا زوالې ځنې جوړېږي او څه موده وروسته د لاس په واسطه زوالې هوارېږي او نقشونه پکې جوړېږي، بیا پر ګرم تنور وهل کېږي. کله چې ډوډۍ له تنور را ویستل شي، لږ کوچ یا غوړي پرې پاشل کېږي، ترڅو نرمه او خوندوره شي.
خو د وچې ډوډۍ کیسه همدلته نه ختمېږي.
په ۱۹۹۰مو او ۲۰۰۰مو کلونو کې وچې ډوډۍ ځانته نوې بڼې غوره کړې. ځکه په هند او بهر کې د څو ستوریزو رستورانونو اشپزانو د وچې ډوډۍ د پخولو نویو لارو ته مخه کړه.
اشپز سویر سرن وایي، هغه به په نیویارک رستورانت کې وچه ډوډۍ له پالک، ګوډا پنیر او مرخېړيو سره پخوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی زیاتوي:
"د وچي ډوډۍ د پخولو دغې نوې طریقې ته مې ځکه مخه کړه، ترڅو د غیر هندیانو لپاره هم په زړه پورې شي او هندیان هم په بهر کې له خپلو دودیزو خوړو خوند واخلي."
د وچې ډوډوۍ د پخولو بېلابېل ډولونه په نړۍ کې ژر دود شول او نن د دنیا په هر ګوټ کې ګڼشمېر رستورانونه د وچې ډوډۍ بېلا بېلې بڼې پخوي.
ښاغلي سویر وايي:
"د هند له پخلنځیو څخه وچه ډوډۍ نړۍ ته یوه ویاړلې ډالۍ ده."
که څه هم د خوړو ځینې تاریخپوهان وايي، وچه ډوډۍ یوازې د هند نه، بلکې د سویلي اسیا او منځني ختیځ ګډ خوراکي توکی دی، خو له هند سره یې اړیکه ژوره او پخوانۍ ده.











