د وچې ډوډۍ په رانیولو کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
چې په بهرنیو هېوادونو کې سوپر مارکیټونو ته ولاړ شئ نو د وچې ډوډۍ دومره ډېر ډولونه به وینئ چې غوراوی به پکې در ته سخت شي. د وچې ډوډۍ هر ډول چې تاسو وخورئ، پر روغتیا مو حیرانوونکې اغېز لري.
د ډېرو نورو په څېر ما په ۲۰۲۰م کال کې د کووېډ ـ ۱۹ پرمهال د تورې یا غنمرنګې ډوډۍ پخولو ته مخه کړه.
باید اعتراف وکړم چې په لومړیو کې مې د وچې ډوډۍ پخول نه وو زده. له بيبيسي غنمرنګې ډوډۍ پخولو په اړه مې خپرېدونکې ويډیوګانې وکتلې، خو په دې اړه یو څه امتیاز زما یوه دوست ته هم ځي، ځکه هغه هم وخت ناوخته د ډوډۍ پخولو په هکله خپلې تجربې راسره شریکولې.
دغه ملګري مې یو څه خمیره راکړه او ما د وچې ډوډۍ په پخولو پیل وکړ. له ډېرو ناکامو هڅو وروسته نه یوازې دا چې ډوډۍ مې سمه پخه کړه، بلکې خوند یې هم ښه و. د وچې ډوډۍ پخولو ډېره ښه طریقه نلرم خو که یې سمه عملي کړئ، معمولاً به مو ډوډۍ خوندوره را شي.
کله چې په لومړي ځل زما په لاس پخه شوې ډوډۍ خوندوره راغله، نو بیا مې هر وخت پخوله. دغې چارې هغه وخت لا زور واخیست کله چې مې د پروسس شوو خوړو په اړه مطالعه وکړه، ځکه په دا ډول خواړو کې ډېری وخت اضافه مالګه، بوره، غوړي او صنعتي کیمیاوي مواد ډېر وي. زما په نظر، په خپل لاس پخه شوې ډوډۍ ډېرې روغتیايي ګټې لري، نه یوازې دا چې زما ډوډۍ د سوپرمارکیټ د ډوډۍ پرتله خوندوره ده، بلکې د پروسس شوو خواړو پرتله یې روغتیایې ګټې هم ډېرې دي.
که څه هم هر څوک، خو دومره وخت نه لري، چې هره ورځ دې ډوډۍ پخپله پخه کړي، خو په کور کې پخه شوې ډوډۍ نه یوازې روغتیايي ګټې لري، بلکې د بازار پرتله ارزانه ده او د سوپر مارکیټ په شان سرګرداني هم نه لري، چې سړی یې په انتخاب کې لېونی شي. نو اوس کوم ډول وچه ډوډۍ تر ټولو صحي ده او موږ باید د ډوډۍ اخیستلو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟
د ټوسټ ډول ډوډۍ پخولو طریقه
د ۱۹۵۰م لسیزې په وروستیو کې د بریتانیا په یوې کارخونه کې د ټوست ډول ډوډۍ پخولو طریقه رامنځته شوه. د وچې ډوډۍ پخولو په دې طریقه کې غوړي، اضافه خمیر او کیمیاوي توکي لکه ډول ـ ډول انزایمونه له اوړو او اوبو سره ګډېږي او بیا ډوډۍ ځنې پخېږي.
په یاده طریقه پخه شوې وچه ډوډۍ په چټکۍ سره لومړی په بریتانیا او بیا کابو ټوله نړۍ کې مشهوره شوه. اوس په نړۍ کې وچه ډوډۍ ۸۰ سلنه د ټوسټ ډوډۍ په طریقه پخېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
غنمرنګه یا توره ډوډۍ
که څه هم ټوسټ ډوله ډوډۍ مشهوره ده، خو اوس یې کرار، کرار ځای غنمرنګه یا توره ډوډۍ نیسي. د ټوسټ ډوډۍ څه ډول پخېږي؟
- لومړی: اوړه، اوبه، مالګه او خمیره سره ګډېږي.
- دوهم: د خمیر جوړولو لپاره اوړه اخښل کېږي.
- درېیم: کله چې مو اوړه واخښل، نو بیا یې په تاوده ځای کې د خمیر جوړولو په موخه کېږدئ.
- څلورم: کله چې خمير جوړ شو، بیا نو په تنور یا داش کې ډوډۍ ځنې پخولای شئ.
خو زه خمیر د شپې په یخچال کې ږدم، ځکه چې دا د ډوډۍ خوند ورسره زیاتوي او دا ټول بهیر شاوخوا ۳۶ ساعته وخت نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټوسټ ډوډۍ ګټې:
- خوندوره ده.
- ښه هضمېږي.
- ویټامینونه او منرالونه یې په وینه کې اسانه جذبېږي.
- په وینه کې د شکرې اندازه سمه ساتي.
- اوږده موده مو موړ ساتي.
- او د کولمو لپاره ښه ده.
ډېره پروسس شوې ډوډۍ څه ته وایي؟
په بازار کې په پخه شوې ډوډۍ کې ډېر کله اضافي کیمیاوي توکي کارول شوي وي، ځکه یو خو دا کیمیاوي مواد ډوډۍ چټکه پخوي، د ډېر وخت لپاره یې ساتي یعني ژر نه خرابېږي او خوند او شکل یې هم ښه وي، نو په دغه طریقه پخې شوې ته ډېره پروسس شوې ډوډۍ وایي.
د بېلګې په ډول: په ځینو هېوادونو کې پوټاشیم برومیټ د ډوډۍ په پخولو کې کارول کېږي، ځکه دغه ماده ډوډۍ پړسوي خو انسان ته د سرطان خطر لري، نو اوس څنګه پوه شو چې ډوډۍ ډېره پروسس شوې ده؟
که په پخه شوې ډوډۍ کې له ۵ زیات داسې توکي اچول شوي وي چې تاسو یې په کور کې نه کاروئ، نو دا ډوډۍ ممکن ډېره پروسس شوې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ستونزه څه ده؟
ډېر پروسس شوي خواړه د روغتیا لپاره ښه نه دي، ځکه کېدای شي د شکرې، لوړ فشار، چاغښت او نورو ستونزو لامل شي.
حللارې؟
- داسې ډوډۍ واخلئ، چې پکې لږ کیمیاوي مواد کارول شوي وي.
- د سپینې ډوډۍ پر ځای خړه یا غنمرنګه ډوډۍ واخلئ.
- له غلوـ دانو پخه شوې ډوډۍ غوره انتخاب دی، ځکه فایبر او صحي غوړ لري.
- له غلو ـ دانو پخه شوې ډوډۍ کومې ګټې لري؟
د غنمو دانې درې برخې لري:
- جرم – دا د غنم نرۍ او اصلي برخه ده، چې پروټین لري.
- بران – دا د غنم باندنی پوټکی دی، چې فایبر لري.
- اندوسپرم – دا د غنم منځنۍ برخه ده، چې ډېره نشایسته لري.
- په سپینه ډوډۍ کې معمولاً جرم او بران نه وي او یوازې اندوسپرم لري، خو له غلې ـ دانې پخې شوې ډوډۍ کې د غنم ټولې برخې وي، نو له همدې امله یې روغتیايي ګټې هم ډېرې وي.
له غلې ـ دانې پخې شوې ډوډۍ کې کوم ویټامینونه او پروټینونه شته؟
- فایبر
- ویټامین (اې)
- فولېټ، چې د ویټامین (بي ۹ ) طبیعي بڼه ده او یو اړین (بي) ویټامین هم لري، چې د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبوي.
- مګنیزیم
- پروټین
- صحي غوړ
- پولیفینولز (چې د بدن دفاع پیاوړې کوي)
- له غلې ـ دانې د پخې شوې ډوډۍ روغتیايي ګټې:
- د زړه ناروغۍ خطر کموي.
- د کولمو لپاره ښه ده.
- د سرطان خطر کموي.
- که ویې خورئ نو ژر نه وږي کېږئ، ځکه چې ورو هضمېږي.
- د وینې شکره ورو پورته کوي.
- د وزن په کنټرول کې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه څېړنه وايي:
هغه کسان چې هره ورځ ۳ ټوټې له غلې ـ دانې پخه شوې ډوډۍ خوري، نسبت هغو کسانو ته چې سپینه ډوډۍ خوري، وزن یې نورمال وي او خېټه یې کمه وي.
یوه مهمه خبره:
په بازار کې کله نا کله یو ډول وچه ډوډۍ، چې دوی یې له "غلې ـ دانې" پخه شوې بولي، په اصل کې له غلو، دانو نه وي پخه شوې، بلکې یوازې رنګ یې غنمرنګه وي.
که د سپینې ډوډۍ پرېښودل درته سخت وي، نو له غلو- دانو پاخه شوي خواړه وخوره، لکه:
- نسواري ورېجې.
- نسواري پاستا یا ماکاروني.
- له غنمو او غلوـ دانو تیار شوي خواړه.
- د جوارو له اوړو تیاره شوې ډوډۍ.
سپینه ډوډۍ او روغتیا
سره له دې چې په سپینه ډوډۍ کې د غلې ـ دانې لرونکې ډوډۍ په اندازه غذایي مواد کم دي، بیا هم په بریتانیا کې تر ټولو ډېره پلورل کېږي، خو دا حالت کېدای شي ژر بدل شي.
ځکه ځینو څېړونکو د داسې نوې ډوډۍ د تیارولو طریقه وړاندې کړې ده، چې خوند او بڼه یې د سپینې ډوډۍ غوندې ده، خو ګټې یې د غلې ـ دانې لرونکې ډوډۍ ته نژدې دي. دا څېړونکي پلان لري، په سپینو اوړو کې لږ مقدار مټره، لوبیا او نورې غلې ـ دانې ګډې کړي او بیا ځنې ډوډۍ پخه کړي.
د دغو څېړونکو له ډلې کاترین هووارت وايي: "موږ هڅه کوو، سپینو اوړو ته پورته یادې شوې غلې ـ دانې ور زیاتې کړو او بیا ډوډۍ ځنې پخه کړو، چې خوند او نرموالی به یې د سپینې ډوډۍ په شان وي، خو روغتیايي ګټې به یې له غلې ـ دانې د پخېدونکې ډوډۍ په کچه وي."
اغلې هووارت زیاتوي: "په دا نوې له غلې ـ دانې جوړې ډوډۍ کې به اوسپنه او بېلابېل ویټامینونه وي او تر ټولو مهم – فایبر به هم ولري. ځکه سپینه ډوډۍ فایبر نه لري او فایبر د روغتیا لپاره ډېر مهم توکی دی. "
خو دا ډول ډوډۍ به کله بازار ته را وځي؟
د بي بي سي یو خبریال، چې دا نوې له غلې ـ دانې او اوړو تیاره شوې ډوډۍ یې وخوړه، ویې ویل: "ډېره خوندوره ده. " ښایي دا ډول ډوډۍ دوه کاله وروسته بازار ته را وځي، نو انتظار ور ته په کار دی، د صبر مېوه تل خوږه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نو اوس باید کومه ډوډۍ وپېرو؟
ډېر کله، د ډوډۍ غوراوی په شخصي خوښې، اسانتیا او بیې پورې هم اړه لري. د غلې ـ دانې لرونکې ډوډۍ را نیول ښایي د ډېرو د وس خبره نه وي او پر ځای یې لږ پروسس شوې ډوډۍ وپېري. خو هڅه دې وشي، داسې ډوډۍ غوره شي، چې له بېلابېلو اجزاوو یا توکو تیاره شوې وي.
تاسو باید پوره مالومات ولرئ، چې په وچه ډوډۍ کې کوم توکې اړین دي او روغتیايي ګټې یې څه دي، له دې وروسته نو ښه غوراوی کولای شئ.
زما له کور سره نژدې په یوه سوپرمارکېټ کې مې د وچې ډوډۍ پاکټ ولید، روغتیايي ښکارېده، خو پکې بوره او د اوږد مهال لپاره له خرابېدو د ساتلو مواد یې په اوړو کې ګډ شوي وو. ځینې سوپر مارکېټونه، چې توره یا غنم رنګه ډوډۍ خرڅوي، هغه یې له ډېرې پروسس شوې ډوډۍ جلا اېښې وي او له نورو ګرانه هم وي.
وروستۍ خبره دا ده، که غواړئ چې ډوډۍ مو ژر خرابه نه شي، نو په یخچال کې یې د کنګل جوړولو ځای یا فریزر کې کښېږدئ.








