د کولمبیا د سولې خبرې؛ د نیمې پېړۍ جګړې ختمولو هیله

د عکس سرچینه، Getty
داسې هیلې شته چې په لاتینه امریکا کې وروستۍ پوځي نښتې چې په کولمبیا کې یې یوه لسیزه دوام وکړ، راتلونکی کال د سوله ییزې هوکړې له لارې حل شي.
ددغه هېواد تر ټولو لویه وسله واله اورپکه ډله "فارک" یا (د کولمبیا وسله وال انقلابي ځواکونه) له ۱۹۶۴ کال راهیسې له حکومتي ځواکونو سره په جګړې بوخت دي. ویل کېږي په دې نښتو کې له دوه نیم سوه زرو ډېر کسان وژل شوي، خو په وروستیو درو کلونو کې، د سولې خبرې په پرله پسې توګه روانې دي.
د کیوبا پلازمېنه هاوانا کې تراوسه د ترسره شویو دغو خبرو هدف، له کیڼ اړخو اورپکو سره هوکړه او له سیاسی بهیر سره د هغوی یوځای کېدل دي.
تر اوسه د سیاسي ګډون، د ځمکې حق، د نشه يي توکو د قاچاق او انتقالي عدالت په څېر موضوعاتو پرسر هوکړه شوې ده او اوس هیله دا ده چې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې وروستۍ هوکړه لاسلیک شي.
سرجیو جارامیلو کارو د کولمبیا د سولې لوړپوړی استازی دی. زموږ خبریال داود قاري زاده له هغه سره ددغو پرمختګونو او د افغانستان د سولې خبرو لپاره د احتمالي درسونو اخیستو په اړه خبرې کړې دي.
د سولې اوسنۍ خبرې څرنګه پیل شوې؟
زموږ د کار یوه برخه له تېر نه درس اخیستل وو.
لومړی درس، د سخت دریځۍ نه ډېرول او چټکې تمې دي؛ په تېره بیا مخکې له دې چې دغو هیلو ته د رسېدو لپاره په کافي اندازه ثبات موجود وي.
له دې کبله، په ۲۰۱۰ کال کې چې له ولسمشر سره موږ کوم کار وکړ، په حقیقت کې د لومړۍ محرمانه کتنې په تړاو د لازمو شرایطو رامنځته کولو لپاره له فارس سره اړیکه نیول وو چې ډېرو خت یې ونیو، ځکه چې د امنیتي ضمانت په اړه مو باید ګام اخیستی وای چې کوم ځای کې باید ورسره وکتل شي.

د عکس سرچینه، Getty
خو زموږ د هیلو لپاره د حد اقل شرایطو برابرولو او د نظر د تبادلې لپاره دا مهم کار و. بیا وروسته مو ټیک شپږ میاشتې محرمانه خبرې درلودې.
دا ناڅاپي پېښه وه چې وړاندې کولمبیا کې نه وه رامنځ ته شوې؛ یعنې د یوه چوکاټ پر سر هوکړه چې د اټکل له مخې د سولې د عمومي بهیر په لړ کې موږ ترسره کوله.
دا یو ډېر مهم پړاو و؛ ځکه کله چې تاسو په عمومي حوزه کې د سولې خبرو ته ننوځئ، ټوله لوبه بدلېږي او په طبیعي ډول له ډېرو سیاسي فشارونو سره مخامخ کېږئ.
ولې مو پیل کې د سولې خبرې په محرمانه ډول وکړې؟
کولمبیا په وروستیو دېرشو کلونو، په تېره بیا د اتیایمې لسیې په نیمايي او د نوي یمې لسیزې په پیل کې، د سولې د رامنځ ته کېدو په تړاو درې مهمې او لویې هڅې وکړې، چې ټولې له ماتې سره مخامخ شوې.
ددې لپاره باید موږ په شدت سره څارلي وای چې هېواد یوځل بیا هماغې پخوانۍ ګډوډۍ ته ورټېل نه وهو، مګر دا چې په ښکاره موجوده شخړو ته د پای ټکی کېږدو [چې داسې ونه شول].
د فارک مرکز ځنګل کې و، له تدارکاتي اړخه د خبرو مېز ته د هغوی راوستل څومره ګران وو؟
لویه ستونزه وه. نه شم کولی په اړه یې ډېر توضیحات ورکړم، ځکه چې لاهم دغه بهیر روان دی.
هغه څه چې ویلی شم دا دي چې موږ په ډېر دقت او مسلکي ډول د دغې شخړې د مدیریت د څرنګوالي په اړه د سره صلیب له نړیوالې کمېټې سره یوځای کار وکړ. سره صلیب په دې اړه ډېر زیات رول ولوباوه.
موږ په دې کار سره فارک ته وښوده چې جدي یو او که ووایم تاسو د ځنګل له منځ نه هاوانا ته یوسو، رښتیا هم دا کار له هغو شرایطو سره، چې موږ موافقه ورباندې کړې وه، ترسره شو. او دا پخپله د باور جوړونې معیار و؛ ځکه حکومت چې کومه ژمنه کړې وه، هغه یې ترسره کړه.

د عکس سرچینه، Getty
د سره صلیب کمېټې له موږ یعنې حکمت سره، ټول عملیات چمتو کړل. سره صلیب یوه الوتکه کرایه کړه او د سره صلیب له بیرغ سره والوته. دا یو لوی کار دی. هرځل به مو له کولمبیا نه د فارک یو قومندان بهر ته لېږداوه، او تر اوسه مو دا کار څو ځلې کړی دی.
په هاوانا کې ستاسې لومړی کار څرنګه و؟
په ټوله کې د خبرو ژبه له درناوي ډېره ډېره ډکه وه. دا مساله ډېره مهمه ده. دا ډېر جدي کار دی. خبرې اترې دي. محترمانه کړه وړه د خبرو له پرمختګ سره ډېره همکاري کوي او تل مجبورېږئ چې د خپل کار بڼه پر حد اقل اخلاقو پورې وتړئ.
قوانین د وخت په تېرېدو تر پښو لاندې کوئ. باید یو او بل ته سپکاوی ونه کړي. خپل وخت پر هغه څه مه ضایع کوئ چې په تېر کې مو د نارضایتو لامل شوي دي. دا کار باید د یوې حقیقت موندونکې کمټې یا محکمې او یا یوه بل کس له خوا وشي، خو موږ دلته ددې لپاره یو چې په واقعیت کې پر همدا ډول څیزونو موافقه وکړو.
ورو ورو د کار لپاره زمینه برابروئ، چې تر یوه حده وخت اخلي. خو هغه څه چې وایم او ټینګار پرې کوم د هغو کړو وړو اهمیت دی – یوې خوا ته دیموکرات حکومت او بل لوري ته مارکسي چریکي ډله ده، چې خبرې کوي.
مساله یوازې د توافق نه ده، بلکې د خبرو لیکل هم دي چې له برکته یې ډېرې نورې ستونزې هم لیکل کېدای شي. نو داسې لارې او کړو وړو ته اړ یاست چې دا کار یې په مټ ترسره شي.
اصلي ستونزې څه وې؟
هغه څه چې پر سرمو توافق وکړ، د کلیوالو سیمو پراختیا، په تېره بیا د هېواد هغه سیمې وې چې د جګړې پرمهال یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی، او نورې سرچینې، لکه د نشه يي توکو وجود او د بې وزلۍ د شاخص لوړېدل او ددغو سیمو داسې نورې ستونزې.

د عکس سرچینه، Getty
دویمه مساله د سیاسي مشارکت موضوع وه. که چېرې د سولې له پېره تېر شئ، باید داسې یو ځواب ویونکی سیستم جوړ کړئ او په لنډمهال کې د سیاسي ګوندونو رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره کړئ. په ځانګړې توګه د وګړو د مستقیم مشارکت لپاره تشویق رامنځ ته شي.
د نشه يي توکو له مسالې سره، چې د اورپکو د بودیجې اصلي سرچینه ده، څرنګه غبرګون ښيئ؟
د نشه يي توکو موضوع له افغانستان سره ډېر ورته والی لري. که وکړای شئ شخړې ختمې کړای شئ، نو هغه وخت به د دغې ستونزې د حل د څرنګوالي په اړه بېل لید ولرئ.
هغه وخت چې د نشه يي توکو د ستونزې د جوړښت، یعنې هغه څه چې موږ کولمبیا او تاسو په افغانستان کې لرئ، هرڅه یوشان کوئ، ځکه چې د نشه يي توکو مساله امنیتي ستونزه هم ده او له نشه يي توکو راتلونکې پیسې شخړې او نښتې تقویه کوي.
نو په طبیعي ډول، تل تر یوه حده دلایل ټول یوه څیز ته متوجه کوئ، ځکه چې تاسو ته یو ګواښ دی.
مساله یوازې د نشه يي توکو نه ده، بلکې د ملي امنیت ګواښلو ستونزه هم ده. خو کله چې د امنیتي ګواښ مساله ختمه شي، هغه وخت تاسو کولی شئ بېلابېلې ستونزې سره بېلې کړئ، د نشه يي توکو او سازمان شویو جرمونو مساله رامنځ ته کېږي. باید سازمان شوي جرمونه تر څارنې لاندې ونیول شي.
د لګښت د ستونزې په تړاو هم کولی شئ د عمومي روغتیا د مسالې په توګه غبرګون وښیئ. په تېره بیا د کرنې په تړاو ستونزه کې ویلی شئ چې " ډېر ښه، اوس چې په سیمه کې شخړې نه شته، هڅه کوو او د کلیوالو د پراختیا لپاره په افغانستان کې د کوکنارو کروندګر او نورې ټولې ډلې چې هلته مېشتې دي، په نظر کې ونیسو، چې د وضعیت په بدلېدو سره هېڅوک فکر ونه کړي د کوکنارو کرل جالب یا غوره کار دی".
موږ باوري یو چې دا کار کېدونکی دی، ځکه چې په ځینو سیمو کې مو دغه طرحه عملي کړې ده. که چېرې امنیتي ستونزه ونه لرئ، کولی شئ دغه کار په اوږد مهال کې ترسره کړئ.
له افغانستان سره یو بل ورته والی د سولې له خبرو سره مخالفت دی. کولمبیا کې مو له دې ستونزې سره څه ډول مبارزه وکړه؟

د عکس سرچینه، Getty
دا یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه چې سولې ته د رسېدو لپاره رښتیا هم باید سیاسي پوهاوی رامنځ ته شي، او ددې کار لپاره اړ یاست چې د هېواد اکثریت ستاسې ترشا ولاړ وي او ستاسې ملا وتړي.
زما په اند، د وخت په تېرېدو، کله چې د سولې خبرې ورو ورو جدي کېږي، خلک پوهېږي د بریا امکان شته. هغه وخت چې په دې بهیر کې ښه رول لوبولی شي. موږ اوس تر هر بل وخت کولمبیا کې ددغه بدلون ډېر شاهدان یو.
خو زما د شخصي تجربو پربنسټ، وایم که چېرې د تعامل لپاره فرصت لرئ، باید دا کار وکړئ. لومړی له دې کبله چې تاسو هغه مهال پوهېږئ چې تر کوم ځایه او څومره کولی شي مخته ولاړ شئ او معاملې ته ننوځئ. که چېرې تعامل ته داخل نه شئ، نه شئ پوهېدلی.
دویم دا، که چېرې تاسو یو چوکاټ لرونکی بهیر ولرئ، د شرایطو تعامل بدلوئ. ځکه چې دواړه غاړې د تعامل له لارې ښې پېژندلی شئ. د تعامل له ځانګړتیاوو دا هم دي چې په داسې شرایطو کې د حل لاره ومومئ چې مخکې مو یې سوچ نه دی کړی او د ستونزې د حل لپاره بله هېڅ لار نه شته.
آیا په ګاونډیو هېوادونو کې د پټنځایونو موجودیت لویه ستونزه ده؟
یوازېنی هغه څه چې ویلی شم دا دی چې د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې تر بیا وروسته د ولسمشر سانتوس لومړی کار دا و چې له ګاونډیو هېوادونو سره یې دیپلوماتیک اړیکي جوړ کړل.
خو د ولسمشرۍ او د بهرنیو چارو وزارت دیپلوماتیکې کړنې په ځانګړې توګه او د سیمې د عمومي وضعیت پربنسټ، د سولې بهیر ته یو ډول خوندیتوب پیدا شو؛ ځکه چې د سولې د ملاتړ لپاره ددغو ټولو هېوادونو ملاتړ ته اړ وو، که څه هم اختلافات وو، ګاونډیو هېوادونو ډېره همکراي وکړه.
له افغانستان سره یو بل ورته والی د جګړې د قربانیانو او اغېزمنو شویو لپاره د عدالت مساله ده. ددې قضیې په اړه تاسو څه فکر کوئ؟
یوه ډېره لویه ستونزه ده. احتمالاً د نورو ستونزو په پرتله ډېره لویه ربړه ده.
هغه کار چې مو وکړ، دا و چې په خبرو کې مو خپل ټول پام په شخړو کې پر اغېزمنو شویو ورټول کړ. له فارک سره مو د اغېمنو شویو له مسالې سره د بحث د څرنګوالي په اړه په اصولو او مفاهیمو کې موافقه وکړه. په دغو مفاهیمو کې د اغېزمنو شویو په رسمیت پېژندل، د دوی د حقونو څارل او د غرامت او دې ته ورته موضوعات شامل وو.
وروسته تر هغه، چې پخپله مو له اغېزمنو شویو وغوښتل چې د خبرو مېز ته حاضر شي، او په هاوانا کې د خبرو لپاره باید دوی خپل لیدلوری مطرح کړي.
ددوی لپاره تر ټولو ډېر مهم څه سوله وه.

د عکس سرچینه، Getty
اغېزمن شوي نژدې شپېته کسان وو، چې په پنځو میاشتو کې د دولس کسیزه ډلو منځ کې پنځه ځلې هاوانا ته تللي وو او د خپلې تجربې په اړه یې اغېز لرونکې او مهمې ګواهیانې ورکړې، چې پخپله د سولې د پرمختګ لپاره مرسته وه. دغه جریان موږ ته دا را په یادوي چې کوم کارونه باید وکړو او د کومو کارونو د ترسره کولو په هڅه کې یو.








