محمود خان اڅکزی:‌ که افغانستان ووېشل شي، پاکستان او ایران هم جوړ نه پاتې کېږي

اڅکزی

د عکس سرچینه، Socialmedia

د عکس تشریح، محمود خان اڅکزي د جمعې په ورځ په پښين کې ولسي غونډې ته خبرې کولې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي،‌ افغانستان کې د ناامنیو جوړولو او د دغه هېواد د ویشلو فکر د ټولې سیمې په زیان دی.

هغه نن (جمعه) پښین کې یوې ولسي غونډې ته وویل، که پاکستان،‌ ایران،‌ ازبکستان او یا د سیمې نورو هېوادونو کې څوک دا فکر کوي چې افغانستان کې به بیا د القاعده او داعش په نوم جګړه پیل کړي، لروبر پښتانه به پکې په وینو ولمبوي، نو دوی (ګاونډي هېوادونه) به هم ارام پاتې نشي.‌

ښاغلي اڅکزي وویل که څوک په شمال او جنوب د افغانستان د ویشلو خیال لري نو پر دې‌،‌ دې پوه شي چې که افغانستان تقسیم شو نو پاکستان او ایران به هم "خامخا تقسیمېږي.‌"

ښاغلي‌ اڅکزي یادې غونډې ته وویل:"پاکستان، ایران او هند د افغانستان په څېر کثیر القومي هېوادونه دي او که دغه " زلزله یو ځل شروع شوه،‌ او د چا دا خیال شو چې د داعش په نامه به موږ افغانستان کې مړي کوو -- بیا به دا پاکستان هم اتلس ټوټې کېږي".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر افغانستان کې د روانو ستونزو حل ته د لارو چارو موندلو لپاره د یوې لویې جرګې په رابلل کېدو ټینګار وکړ‍. هغه افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي او د ده په خبره د پروپاګند مخه په عمل ونیسي.

"پاکستان دې د خپلې ژبې او وسایلو اختیار راکړي"

اڅکزی

د عکس سرچینه، Socialmedia

د عکس تشریح، پښین کې د ولسي غونډې ګډونوال

محمود خان اڅکزی د پښین ولسي غونډه کې همدا راز وویل، پاکستان دې ددغه هېواد پښتنو ته ښوونځیو کې خپله ژبه او د خپلو وسایلو واک ورکړي.‌ هغه وویل دوی پاکستان کې د برابرۍ پر بنسټ اوسېدل غواړي.‌

ښاغلي اڅکزي‌ د پاکستان حکومت ته خطاب کې وویل:‌"ما - پښتانه ته خپله ژبه راکړه - ما ته پر خپلو وسایلو اختیار راکړه - زما د دیني‌ عالم او سپین ږیري د لنګوټې‌ قدر وکړه."

هغه وايي، که‌ دا کار وشي د ډېورنډ کرښې دواړه خواوې پښتانه به افغانستان او‌ پاکستان دوو جلا هېوادونو کې د وروڼو په څېر ژوند کوي‌. خو د نوموړي په وینا په کرښه باید اغزن تار نه وي غځېدلی او خلک ازاد تګ راتګ وکړای شي.

ښاغلي اڅکزي دې غونډې خبرو کې سلام اباد مخاطب کې کړ چې خلک دې نه اړباسي‌ چې پر کرښه غځېدلي تارونه له بیخه وباسي.

هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر او پاکستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په زنداني کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي‌ چې پوځ باید په سیاسي مسایلو کې ورښکېل نه شي.