د بنو جرګه: افغانستان کې دې د لويې جرګې له لارې حکومت جوړ شي

اڅکزی

د عکس سرچینه، MKAchakzai

د عکس تشریح، ددې جرګې دغه پرېکړې پښتون ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزي جرګې ته وړاندې کړې
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پښتونخوا په بنو کې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګې پر څلورمه ورځ د یادې جرګې پرېکړې اعلان شوې.

جرګې ګډونوالو په افغانستان کې له طالبانو غوښتنه کړې، چې وايي، هلته دې ''د لويي جرګې او ټولټاکنو له لارې د ټولو ولسونو ټاکل شوی استازی حکومت جوړ کړل شي. ''

د دې جرګې د پرېکړو په څلورمه ماده کې غوښتنه شوې، چې په افغانستان کې دې د طاقت په زور د حکومت نیولو عمل ''غیرقانوني او له افغان ملت سره غداري '' وګڼل شي، تر څو په راتلونکي کې څوک د ټوپک په زور هلته حکومتونه ړنګ نه کړي.

دې جرګې له نړیوالو هم غوښتنه کړې، چې له افغان ولس سره دي هره ممکنه مرسته وکړي.

جرګې پر ډېورنډ کرښه اغزن تار هم رد کړی دی.

د پښتنو دې جرګې په ورته وخت کې ویلي، په پاکستان کې هم ددغه هېواد اساسي قانون عملاً معطل دی او ''حقیقي پارلیماني جمهوري نظام دي بحال کړل شي. ''

ددې جرګې دغه پرېکړې پښتون ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزي جرګې ته وړاندې کړې، چې د ښاغلي اڅکزي په خبره د جرګې ګډونوالو په تېرو ورځو کې په ګډه لیکلې دي.

د بنو جرګې په دې پرېکړو کې لومړی لیکل شوي، چې دغه جرګه دي ''د پښتنو یوه مستقله اداره جوړه شي، او ددې جرګې د پرېکړو او اهدافو د عملي کولو لپاره دي د همکارۍ او رابطه کارۍ یوه کمېټۍ جوړه شي، چې د خپلو قامي، ولسي ستونځو د هوارولو لپاره هلې ځلې وکړي. ''

په دې جرګه کې د پاکستان له واکمنو غوښتنه شوې، چې ددغه هیواد کورنۍ او بهرنۍ تګلارې دې د ټاکل شوي پارلمان له لارې ترسره شي او له پښتون مېشتو سیمو دي یو ګډ ایالت جوړ کړل شي، او تر څو چې دغه ایالت جوړېږي، په بلوچستان ایالت کې دي په هره برخه کې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ برابري ومنل شي.

جرګه

د عکس سرچینه، MKAchakzai/FB

د بنو په دې جرګه کې د حقایقو د څېړلو لپاره د کمېسيون د جوړېدو، د سیاستوال عثمان خان کاکړ، عارف وزیر، ارمان لوڼي او اسد اڅکزي په شمول د نورو وژل شويو پښتنو د وژنو پلټنو غوښتنه شوې او وايي، پایلې دې ولس ته وړاندې کړل شي.

جرګې د پښتانه وطن پر ځنګلونو، غرونو، مځکو او طبعي زېرمو د پاکستاني پوځي او دولتي ادارو د ''قبضې '' د ختمولو غوښتنه کړې.

د ماینونو پاکول، پښتو ژبه قامي او دفتري ژبه ګرځول، ښځو ته په هره برخه کې د ګډون حق، بې محاکمې وژنې، د علي وزیر او نورو نیول شويو فعالانو خوشي کول ددې جرګې په نورو پرېکړو شامل دي.

د پښتونخوا په بنو کې یاده جرګه چې د پښتون ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربتوب رابلل شوې وه، پکې سیاستوالو، قبایلي مشرانو، لیکوالانو، خبریالانو او فعالانو ګډون درلود.

که څه هم دې جرګې ته مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان او سراج الحق هم بلل شوي وو، خو یوه يې هم په دې جرګه کې ګډون و نه کړ، خو د ګوند ځينې نور غړي يې ورغلي وو.