بنو کې د پښتنو قامي جرګه څلورمې ورځ ته وغځېده؛ پرېکړې او غوښتنې دوشنبې اعلانېږي

د عکس سرچینه، MKAchakzai
د پښتونخوا بنو کې د پښتنو قامي جرګه څلورمې ورځې ته وغځېده. د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې جرګې کوربتوب کوي. هغه د قامي جرګې د دریمې ورځې پای کې وویل چې د جرګې پریکړې او غوښتنې به 'دوشنبه د مارچ ۱۴مه' سهار ۱۰ بجې اعلان شي.
نوموړي وویل چې د جرګې ګډونوالو غوښتنې به په ۱۲ - ۱۳ مادو کې راټولې او د حکومت مخ ته کېښودل شي.
ښاغلي اڅکرزي غوښتنه وکړه چې د بنو قامي جرګې له لارې دې پښتونخوا کې د 'افغانستان د لویې جرګې' په څېر د یوې با صلاحیته خپلواکې جرګې رامنځته کېدل ومنل شي چې دا جرګه به راتلونکې کې پښتونخوا کې مېشتو پېښتو قامونو ته د ورپېښو ستونزو د حل او هواري لارې چارې ورښيي.
هغه همدا راز د بنو د همدې جرګې له غړو د یوه داسې حقیقت موندونکي کمېسیون په جوړېدو ټینګار وکړ چې د پښتونخوا ګوټ ګوټ کې پښتنو ته اوښتي زیانونه رابرسېره او اندازه یې مالومه کړي.

د عکس سرچینه، MKAchakzai/FB
ښاغلي اڅکزي وویل که د پاکستان عدالتونه د دغو زیانونو په اړه څېړونو ته نه حاضرېدل نو یو داسې میکانیزم دې جوړ شي چې پښتنو سره شوی ظلم د نړیوالو محاکمو لخوا وڅېړل شي.
د پښتونخوال ملي عوامي ګوند مشر افغانستان د ټولو پښتنو مورنی هېواد او پلرنی ټاټوبی وباله.
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان پر استقلال دې چا سره سودا نه کوي او که دا ډاډ رامنځته کړي نو دوی به یې تر شا ودرېږي.
محمود خان اڅکزي وویل افغانستان کې دې لویه جرګه راوغوښتل شي، او یو داسې مېکانیزم دې رامنځته شي، چې بیا به هلته په زور حکومتونه نه رانسکورېږي.
بنو کې د پښتنو دې قامي جرګه کې د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو سیاستوال، قبایلي مشران، لیکوالان، خبریالان، مدني فعالان، پېغلې او زلمي هم ګډون لري.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، دغه جرګه يې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او د هغوی د هواري په اړه د خبرو لپاره رابللې ده.
د دغه ګوند مشر محمود خان اڅکزي وړاندې له بي بي سي سره یوه مرکه کې هم ویلي وو هڅه به يې دا وي، چې دا جرګه یوه داسې کمېټه جوړه کړي چې هر وخت د پښتنو د ستونزو د هواري لپاره فعاله واوسي.









