د بنو جرګې وروستۍ ورځ؛ نن به پرېکړه اعلانېږي

د عکس سرچینه، Mahmmod Khan Asakzai FB
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتونخوا په بنو کې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګې نن درېیمه او وروستۍ ورځ ده، چې د ورځې په پای کې به د دغې جرګې پرېکړې اعلانېږي.
یاده جرګه چې د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب رابلل شوې، په کې د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو سیاستوال، قبایلي مشران، لیکوالان، خبریالان، مدني فعالان، پېغلې او زلمي ګډون لري.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، دغه جرګه يې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او د هغوی د هواري په اړه د خبرو لپاره رابللې ده.
د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي له بي بي سي سره یوه مرکه کې ویلي وو چې هڅه به يې دا وي، چې یاده جرګه یوه داسې کمېټه جوړه کړي چې هر وخت د پښتنو د ستونزو د هواري لپاره فعاله واوسي.
سره له دې چې په پښتونخوا کې تردې وړاندې هم د پښتنو جرګې شوې دي، خو روانه جرګه ځکه هم مهمه بلل کېږي، چې درې ورځې يې شپه او ورځ د پښتنو پر ستونزو او حل لارو بحثونه وکړل.
د بنو په دې جرګه کې تر اوسه د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو سیاستوالو چې په کې د عوامي نېشنل ګوند پلاوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د نېشنل ډيموکرتېک موومنټ مشر محسن داوړ، سیاستوال افراسیاب خټک، سیاستوالې بشرا ګوهر، مذهبپال سیاستوال مولانا محمد خان شېراني او د پاکستان د یو شمېر نورو لویو ګوندونو استازیو ګډون او ویناوې کړې دي.
دې جرګې ته د پښتنو د بېلا بېلو قبایلو سیمو مشرانو هم د خپلو خپلو ولسونو په استازیتوب ویناوي کړې او خپلې ستونزې يې د جرګې له ګډونوالو سره شریکې کړې دي.

د عکس سرچینه، Mahmmod Khan Asakzai FB
د پښتنو جرګې کې پرون د ویناوالو خبرې د پاکستان د حکومت له لوري د بشري حقونو پر سرغړونو او د پښتنو سیمو پر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ورټولې وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل سره له دې چې ډیر هیله من نه دی چې د پاکستان حکومت به د پښتنو د دې جرګې پرېکړې په اسانۍ ومني خو غوښتنه یې داده، چې د وژل شویو کسانو لپاره د انصاف غږ پورته شي او د ريښتیا موندنې یو کمېسیون دې جوړ شي.
د ښځو یوې فعالې جمیلې ګیلاني جرګې ته وویل ''که غواړئ د پښتنو سیمو د حقونو لپاره اغیزمنه مبارزه وکړئ ، نو د میرمنو زده کړو او سیاسي ونډې ته باید پام وشي. ''
دغه جرګه چې وړمه ورځ پیل شوي نن یې وروستۍ ورځ ده او په کې به ځېنې پرېکړي هم واورول شي.










