د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان نیول شوي

د عکس سرچینه، Social Media
د پښتون ژغورنې غورځنګ نن سه شنبه د خپلې مرکزي کمېتې د پخواني غړي ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې پر ضد د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي غونډې پیل کړې دي.
په پېښور او کوټه کې د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان احتجاج ته راوتلي دي.
ابراهیم ارمان لوڼي د تېرې شنبې پر ورځ په لورلایي سیمه کې له پاکستاني پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت ووژل شو.
د غورځنګ مشران تور لګوي چې نوموړی د پولیسو د تشدد له کبله وژل شوی دی.

پلازمېنه اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال نیر عباس وايي، د پلازمېنې پریس کلب مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم یو شمېر فعالان پولیسو نیولي دي.
ځینې رپوټونو کې ویل شوي، نیول شویو کسانو کې د پي ټي ایم مشر منظور پښتین یو شمېر نژدې ملګري هم نیول شوي، چې عبدالله ننګیال، ادریس مسید او ګلالۍ اسماعیل هم پکې شامل دي.
پر خواله رسنيو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غړو د نيول شويو کسانو لست هم خپور کړی، د دوی په وينا ۳۵ کسان پولیسو نيولي چې ډېری يې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته نيول شوی دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن دوړ چې د پاکستان قومي اسمبلۍ یا پارلمان غړي دي، هم شمالي وزیرستان او بنو سیمو کې دې مظاهرو کې شامل دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ارمان لوڼي د وژنې پر ضد احتجاج وکړي.
نوموړي پر خواله رسنیو لږ تر لږه د ۳۲ ښارونو یو لېست خپور کړی چې نن سه شنبه به پکې اجتجاج کېږي.
په دې لېست کې د پاکستان پر ټولو لویو ښارونو سربېره د افغانستان په خوست، ګردېز، مزار شریف، کابل ښرنه او نور ښارونه هم یاد شوي دي.

د پېښور په شعبه بازار او نورو ښارونو کې وار د مخه دا احتجاجي غونډې پیل شوې دي.
په کوټه کې هم د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان راټول شوي، او د ارمان لوڼي خور او د غورځنګ فعاله وړانګه لوڼۍ ورته وینا کوي.

همدا راز د امریکا، اروپا او جاپان په ځینو ښارونو کې به هم د غورځنګ پلویان نن احتجاج کوي.
ویل کېږي چې د غورځنګ مشران هر یو منظور پښتین، علي وزیر او محسن دوړ هم په بېلابېلو احتجاجي غونډو کې ګډون کوي.
بل لور ته په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله وایي، ټاکل شوې وه چې غورځنګ د دې ښار د رسنیو مرکز یا پرېس کلب مخې ته هم احتجاج وکړي، خو د پلازمېنې پولیس هغه کسان نیسي چې هلته احتجاج ته ور روان دي.
دا لومړی ځل دی چې د یوې پېښې پر ضد په دومره شمېر ښارونو کې پر یوه ورځ احتجاج کېږي.








