"د وزیرستان قامي جرګه پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللې"

جرګه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شمالي وزیرستان او سویلي وزیرستان دوه جلا جرګې دې وروستیو کې افغانستان ته تللې دي

سرچینو بي بي سي ته تائید کړې چې د شمالي وزیرستان او سویلي وزیرستان د قبایلي مشرانو دوه جرګې په دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته تللې وې او هلته یې د پاکستاني طالبانو له مشرتابه سره کتلي دي.

له سویلي وزیرستانه د تلونکې جرګې مشر او د پاکستان د جعمیت علمای سلام ګوند غړي مولانا صالح شاه بي بي سي ته ومنله چې دی هم دې سفر کې شامل و.

نوموړي نور جزئیات ورنکړل چې د افغانستان کوم ولایت ته یې سفر کړی و او هلته یې د پاکستاني طالبانو له کوم غړي یا مشر سره لیدلي دي.

په ورته مهال له شمالي وزیرستانه هم یوه جلا جرګه د ورته موخې لپاره دې وروستیو ورځو کې افغانستان ته تللې.

د پاکستان قامي اسبملۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن دوړ بي بي سي ته تائید کړه چې یو شمېر قبایلي مشران افغانستان ته تللي او هغو طالبانو سره یې لیدلي چې شمالي وزیرستان پورې اړوند دي.

نوموړي وویل، دې مشرانو افغانستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو د یوې څانګې له مشرانو سره کتلي دي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د دغې دویمې جرګې غړي لا هم افغانستان کې دي او خبرې یې دوام لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه لا مالومات نه دي ترلاسه شوي.

جرګه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محسن دوړ بي بي سي ته ویلي، د شمالي وزیرستان جرګې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو استازو سره کتلي

افغان طالبان ټینګار کوي چې هېڅ کومه بهرنۍ وسلواله ډله د افغانستان پر خاوره فعاله نه ده او دوی به هېچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښوي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ ویلي وو، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان نه د لږ ترلږه دریو ترهګرو ډلو غړي د پاکستان خاورې ته را اوړي او د ده په ټکو غواړي ترهګريز بریدونه ترسره کړي.

عمران خان سي اېن اېن امریکايۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي وو: "له افغانستانه درې ترهګریزې ډلې پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، له افغانستان را اوښتونکو کډوالو کې د دريو ډلو کسان شامل دي چې په هغو کې د پاکستاني طالبانو غړي چې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي، بلوڅ بلواګر او د داعش خراسان ډلې غړي شامل دي".

دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو په تېر کې له افغانستانه پاکستان ته د وسلوالو د اوښتو په تړاو د پاکستاني مشرانو څرګندونې رد کړې دي.

یاده دې وي چې څه موده وړاندې پاکستان د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سره پر اوربند هوکړې ته رسېدلي وو، خو دې اوربند ډېر دوام ونکړ.

په تېره یوه میاشت کې پخوانیو قبایلي سیمو او د پاکستان ځینو نورو ضلعو کې پر پاکستاني پوځیانو خونړي بریدونه شوي او مرګژوبله ور اوښتې ده.