پاکستاني طالبان وايي، حکومت پرېکړې نه دي عملي کړې، اوربند ماتوو

د عکس سرچینه، EPA
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
پاکستاني طالبان وايي، حکومت له دوی سره مذاکراتو کې کړې پرېکړې نه دي عملي کړې او له همدې کبله هغه اوربند ماتوي چې یوه میاشت مخکې یې اعلان کړی و.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني تېره شپه رسنیو ته یوه استولي پیغام کې ویلي، ''تېره یوه میاشت کې پاکستان حکومت د مذاکراتو کامیابۍ لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې او له همدې کبله اوربند پر ځای نه شي پاتې کېدای. ''
پاکستان حکومت په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې لومړی ځل د پاکستان لومړي وزیر عمران په یوه مرکه کې د اوربندي یادونه کړې وه، وروسته دواړو لوریو یو میاشتنی اوربند تایید کړ او بیا د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ د افغان طالبانو د منځګړیتوب یادونه هم کېده.
پاکستاني طالبان وايي، اوس ځکه اوربند پای ته رسوي چې پاکستان حکومت هغه پرېکړې نه دي عملي کړې، چې دې خبرو کې پرې هوکړې شوې وه.
پاکستاني طالبان وايي، د دوی بندیان نه دي خوشي شوي، یو شمېر چې خوشي شوي وو، بېرته نیول شوي، پوځي عملیات دوام لري، او پاکستان حکومت ورسره اړیکه نه ده نیولې.
د پاکستاني طالبانو په وینا د اکتوبر پر ۲۵ مه د افغان طالبانو په منځګړیتوب غونډه کې شوې پرېکړې پاکستان حکومت نه دي عملي کړې، چې له کبله یې دوی اوربند پای ته رسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستاني طالبانو ویاند زیاتوي، په تېره یوه میاشت کې نه د مذاکراتو لپاره د پاکستان حکومت پلاوی اعلان شوی او نه هم له دوی سره کومه اړیکه نیول شوې ده.
بي بي سي ته سرچینو ویلي، د پاکستاني طالبانو دوې ځانګړې ډلې داسې هم شته، چې له حکومت سره د مذاکراتو لړ کې یې هېڅ پرمختګ و نه شو.
دا دوې ډلې د حافظ ګل بهادر او منګل باغ ډلې دي، چې له پاکستاني طالبانو 'ټي ټي پي ' جلا شوې دي.
د پاکستان حکومت له لوري له وسله والو طالبانو سره د خبرو او اوربند په تړاو د اپوزېسیون له پراخو نیوکو وروسته د پاکستان پوځي سرچینو بي بي سي ته ویلي و، د مذاکراتو څرنګوالی د حکومت له لوري په وړاندې شویو شرایطو او سرو کرښو پورې اړوند دی، چې طالبانو ته وړاندې شوي دي.










