عمران خان: د دریو ترهګرو ډلو غړي له افغانستانه پاکستان ته را اوړي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستانه د لږ ترلږه دریو ترهګرو ډلو غړي د پاکستان خاورې ته را اوړي او د ده په ټکو غواړي ترهګريز بریدونه ترسره کړي.

عمران خان وروستیو کې سي اېن اېن امریکايۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي "له افغانستانه درې ترهګریزې ډلې پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، له افغانستان را اوښتونکو کډوالو کې د دريو ډلو کسان شامل دي چې په هغو کې د پاکستاني طالبانو غړي چې پر پاکستان بریدونه ترسره کوي، بلوڅ بلواګر او د داعش خراسان ډلې غړي شامل دي".

څه موده وړاندې پاکستان د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سره پر اوربند هوکړې ته رسېدلي وو چې تېره میاشت یې موده پای ته ورسېده او ویل کېږي چې له دې وروسته کېدی شي يو ځل بیا دا ډله د پاکستان پوځ پر وړاندې خپلو بریدونه چټک کړي.

په ورته وخت کې د بلوڅ بېلتونپالو ډلو یوې ډلې په وروستیو کې د پاکستان پر پوځیانو دوه ځانمرګي بریدونه کړي.

لسیزي کېږي چې بلوڅ بیلتون پال وسله وال د پاکستان حکومت سره پر جګړه دي او د دوی په وينا د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

طالبانو له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هغه ادعاوې رد کړې چې له افغانستانه ترهګرې ډلې پر پاکستان عملیات ترسره کوي.

عمران خان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې وړاندې یې څو ځله پر نړیوالو غږ کړی چې طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي.

عمران خان زیاته کړې، "افغانستان کې د طالبانو بل هېڅ بدیل نشته نو طالبانو سره تعامل یوازینی انتخاب دی چې نړیوال یې د خپلو چارو د پر مخ وړلو لپاره لري".

د ښاغلي خان په وینا افغانستان کې د روان کړکېچ حل نه یوازې د پاکستان بلکه د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، "امریکا باید په دې پوه شي چې د طالبانو له مسلې پرته شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانان په ناوړه شرایطو کې دي او له سخت ژمي او د خوړو له کمښت سره مخ دي".

ښاغلي خان وويل "ایا موږ له طالبانو پرته بله چاره لرو؟ نه، موږ یې نه لرو. آیا دا سمه ده که طالبان او د هغوی حکومت تر فشار لاندې راولو؟ نه، نو نړۍ باید له دوی سره کار وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو ته باید د ښې حکومتولۍ، بشر حقونو او په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو په برخه کې انګیزه ورکړل شي.

د پاکستان لومړي وزیر دا هم ویلي چې طالبان یو ځواکمن آیډیالوژیک خوځښت دی او د یوه داسې کلتور استازولي کوي چې لوېدیځوالو ته په بشپړ ډول پردی دی.

د اسلامي همکاریو د کنفرانس په غونډه کې د ښاغلي خان ورته څرګندونې د افغانانو له غبرګونونو سره مخ شوې.