"زموږ کور ټولنه" پښتونخوا کې د ګوښو ماشومانو پالنه کوي

د ویډیو تشریح، زموږ کور ټولنه: پښتونخوا کې د ګوښو ماشومانو پالنه کوي

د یونیسف یا ملګرو ملتونو ماشومانو خویندیتوب ادارې په خبره په پاکستان کې کوچنیان، له فزیکي، رواني او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

پاکستان ۳۰ کاله وړاندې د ماشومانو د حقونو له کنوانسیون یا هوکړه لیک سره یو ځای شوی دی خو یونیسف وايي تر اوسه یې د ماشوم خوندي کولو په برخه کې له نړیوال سټنډرډ سره برابر سیستمونه نه دي ورته جوړ کړي.

نو له ستونزو سره مخامخ ماشومانو د پالنې مسوولیت "زموږ کور" په څېر ادارو ته لوېږي.

رحمان الله د دې بنسټ يو چارواکی امجد علي پوښتلی دی.