خيبر پښتونخوا کې د ښځو بدنې روزنه او ننګونې
د روغتيا نړيوال سازمان وايي دا چې يو څوک نارينه وي او يا ښځينه، د بيولوژيکي او جنسيتي توپير له مخې یې پر روغتيا لوی اغېز لري.
د ښځو او نجونو روغتيا ځکه په ځانګړي ډول د پام وړ ده، چې ډېرو ټولنو کې دوی د داسې توپيرونو له امله ستونزو سره مخامخېږي چې ټولنيزو او کلتوري لاملونو کې ژورې ريښې لري.
د افغانستان او پاکستان په څېر ډېرو پرمختيايي هېوادونو کې د همدغو توپيرونو له مخې ښځې جېم، د روغتيا او لوبو کلبونو کې د ګډون نشتوالي له امله له ډېرو روغتيايي ګټو بې برخې وي.
زهرا بيا پېښور کې د دې زيار باسي چې دا حالت بدل کړي، او د ښځو جېم کې ګډنوالو ته د بدني روغتيا ساتلو روزنه ورکوي، خپله یې کيسه راته کوي.