ستاسي نظر: د ولايتونو وگړو شمېر پر بنسټ پوهنتون ته پرشاملېدو څه نظر لرئ؟

د لوړو زده کړو وزارت وايي د ټولنيز عدالت او د کانکور ازموينې کې د ستونزو هواري په موخه يې پوهنتون کې د شاملېدو نوي طرحه جوړه کړې ده.
د عکس تشریح، د لوړو زده کړو وزارت وايي د ټولنيز عدالت او د کانکور ازموينې کې د ستونزو هواري په موخه يې پوهنتون کې د شاملېدو نوي طرحه جوړه کړې ده.

په افغانستان کې د يوشمېر مدني ټولنو غړو د ولایتونو د وګړو د شمېر پر بنسټ د کانکور د ونډو وېش پرضد اعتراض کړى دى.

دغه اعتراض وروسته له هغه وشو، چې د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې د ټولنيز عدالت پرځاى کولو او د کانکور ازموينې په برخه کې د رامنځ ته شويو ستونزو هواري په موخه يې پوهنتون کې د شاملېدو نوي طرحه جوړه کړې ده.

د دغې طرحې له مخې د دوولسمو ټولگيو فارغين چې دريو وروستيو کلونو کې يې د نمرو اوسط تر ٦٥ سلنې کم نه وي د ولايتونو د وگړو او د فارغينو د شمېر پر بنسټ د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستى شي.

خو يوشمېر مدني ټولنو دا نادعالانه اوناکامه طرحه بللې ده.

تاسو د دې طرحې په اړه څه فکر کوئ؟

که غواړئ د همدې موضوع په تړاو په پروگرام کې برخه واخلئ نو د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې زنگ راووهئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شمېرې هم را استولی شئ.

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او همدارنگه په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېښودى شي.