ولې خلک عامه شتمنیو ته زیان رسوي؟

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, لندن

ډېر ځله به مو لیدلي وي چې ځیني کسان هغو عامه شتمنیو ته زیان رسوي چې د دوی د هوساینې لپاره جوړ شوي وي.

د ښاري موټرو لکه ملي بسونو سیټونه شکول، ټېلېفوني غرفو ته زیان رسول، د پارکونو خرابول او ګلان یې شکول، د سړکونو، ښوونځیو او داسې نورو عامه ځایونو زیانمول یې ښې بیلګې دي.

ولې دغسې کېږي؟ مخنیوي یې څنګه کیدای شي؟

د مخنیوي لپاره یې تاسو څه کولای شئ؟

په همدې هکله ابراهیم امیري د ستاسو نظر په پروګرام کې غږېدلی چې دلته یې تکرار اورئ.