د امنیت په ټینګولو کې خلک څه کولای شي؟

- Author, سعیده محمود
- دنده, لندن
په افغانستان کې د امنيت په ټينگولو کې خلک څه همکاري کولاى شي؟
د رپورټونو له مخې په دې وروستيو کې خلکو د مشکوکو او ورانکارو اعمالو په اړه چارواکي په وخت خبر کړي چې له امله یې د ناوړه پيښو مخه نیول شوې ده.
ښه بيلگه يې په کابل کې د پوليسو لخوا د ځانمرگي بريدگر پيژندل او نيول وه چې خلکو یې په پیژندلو کې مرسته کړې وه.
د نړې په ډېرو هېوادونو کې امنيتي ځواکونه له ولسه غواړي چې د دغه ډول بريدونو په مخنيوي او د امينت په ټينگولو کې فعاله وڼده واخلي.
دا اوونۍ ستاسو نظر پروګرام کې پر همدې موضوع خبرې کوو.
د افغانستان په بیلا بیلو سيمو کې امنيتي ستونزو ته په پام سره خلک د امنيت په ټينگولو کې څه رول لوبولاى شي؟
د امنيتي ځواکونو او د خلکو د همکارۍ په اړه ستاسو نظر او تجربې څه دي؟
که غواړي په پروگرام کې برخه واخلى او خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د سې شنبې ماښامنۍ خپرونې ته په دې شمېرې مخامخ زنگ راووهى
۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د لنډ ټېلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
د برېښناليک پته مو دا ده :[email protected]
ددې ترڅنگ د بې بې سي د پښتو پاڼې په فيس بوک کې هم خپل نظرونه پرېښودلاى شئ.








