په خپله سیمه کې پر څه شي ویاړئ؟

د هرچا په ژوند کې ځیني شیان وي چې ویاړ پرې کوي.
هر څوک چې په یوځای کې زېږدلی او لوی شوی وي له هغې سیمې سره مینه لري او ویاړ پرې کوي.
کیدای شي دغه ویاړ د سیمې د آب هوا، میوو، طبعي زیرمو، ښکلا، تاریخي ځایونو، اشخاصو، لوستو خلکو، دود دستور یا داسې نورو له امله وي.
تاسو په خپله سیمه کې پر څه شي ویاړئ او ولې؟
دا اوونۍ (د جولائ ۲مه ) په ستاسو نظر پروګرام کې مو همدا پوښتنه له اوریدونکو کړې چې دلته یې تاسو تکرار اورئ.




