افغان ځواکونو ته امنيتي مسووليت وسپارل شو، څه پرې واياست؟

 د سړکونو، ښوونځیو او داسې نورو عامه ځایونو زیانمول یې ښې بېلګې دي.
د عکس تشریح، د سړکونو، ښوونځیو او داسې نورو عامه ځایونو زیانمول یې ښې بېلګې دي.
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, لندن

افغان ځواکونو په ټول افغانستان کې په رسمي ډول د امنیت مسوولیت او پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخیسته.

ولسمشر کرزي دغه اعلان په هغې غونډې کې وکړ چې د افغان لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ په کې د ناټو عمومي سرمنشي اندرس فو راسموسن هم ګډون کړی و.

ولسمشر کرزي له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د سیمې شرایطو ته په پام سره دې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او تجهیز لپاره مرستې وکړي.

د ولسمشر کرزي ټینګار له هوايي او ځمکني پلوه د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو و.

په همدې حال کې نن په قطر کې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانیستل کېږي.

افغان ځواکونو ته د بشپړ امنیتي مسوولیتونو د سپارولو په اړه مو نظر څه دی؟ که اندېښمن یاست اندېښنه مو څه ده؟ او ستاسو په نظر په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستل کېدل د سولې له بهیر سره څومره مرسته کولای شي؟

ستاسو نظر په دې اوونۍ کې همدې موضوغ ته ځانګړی شوی. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانګې ستاسې نظر خپرونه راديويي او انلاين ده.

د<link type="page"><caption> بي بي سي پښتو فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link>، د <link type="page"><caption> بي بي سي پښتو ټوېټر</caption><url href="https://twitter.com/bbcpashto" platform="highweb"/></link> او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د سې شنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديګر درې بجې کېږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ۳۰ دقيقې ستاسو نظر ته بېلې شوي دي.