'پاکستاني زندانونو کې لا هم ګڼ افغان بندیان بې برخلیکه پراته دي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رحمان الله
- دنده, بي بي سي، پېښور
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بېرته واکمنېدو سره ګڼ افغانان د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل، په دې افغانانو کې ګڼو یې د سفر یا ګاونډيو هېوادونو کې د قانوني اوسېدو اسناد نه لرل چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
څو ورځې وړاندې پاکستان کې پر خواله رسنیو داسې وېدیوګانې خپرې شوې چې پکې د سند ایالت زندانونو کې افغان مېرمنې په ناوړه حالت کې لیدل شوې دي.
د سند ایالت چارواکو لومړی د افغان کډوالو د نیولو خبر رد کړی و، خو وروسته یې وویل، دوی هر هغه افغان نیسي چې د سفر قانوني اسناد ونه لري.
دوولس کلنه ذاکره چې څو ورځې مخکې د پاکستان له بنده راخوشې شوې ده، اوس د کوهاټ په یوه کمپ کې اوسېږي.
دا هم کراچۍ کې د نورو سلګونه افغانانو په شان پاکستاني پوځیانو زنداني کړې وه.
ذاکره وايي، د زدکړو په لټه کې له خپلې کورنۍ سره یې افغانستان پرېښود، خو پاکستان ته د اوښتو پرمهال یې د سفر قانوني اسناد نه لرل، ددې پرځای چې ښوونځي ته ولاړه شي، زندان ته بوتلل شوه.

"په افغانستان کې اوسېدو، خو هلته طالبانو ښوونځي بند کړل، موږ اړ شوو چې پاکستان ته ولاړ شو، د پاسپورټونو جوړولو وس مو نه درلود، په کوټه چې راواوښتو پاکستاني عسکرو ګیر کړو او دوه میاشتې یې زنداني کړو. موږ سره دوه سوه ښځې وې او پوځیانو ډېره ناوړه رویه راسره کوله، اوس موږ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته هیلمن یو چې کارټونه راکړي او دلته ښوونځیو کې شامل شو".
د سند ایالت زندانونو کې د افغان بندیانو وېډیوګانو پر خواله رسنیو توند غبرګونونه راوپارول.
پاکستان کې د افغان کډوالو قومي مشران ادعا کوي چې د پاکستان سند ایالت په څېر په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې هم د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زرګونه افغان کډوال بندیان شوي.
دوی وايي، په دوی کې ځینې یې د محکمې لګښت نه شي پوره کولی او له میاشتو راهیسې په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.
افغان بندیانو ته چندې

پاکستان کې د افغان کډوالو یو قومي مشر حاجي نظر وايي "د پاکستان د څلور صوبو په زندانونو کې چي کوم افغان بنديان دي، په دوی کې زيات داسې دي چي نه د وکالت پيسي لري، نه ورسره د ګاډو کرايه شته چې خپل هېواد ته به بېرته لاړ شي. د هغوی لپاره بيا موږ چندې کوو، په سعودي عربستان او کوهاټ کې مو چندې ورته کړي، بيا په هغه مصرف دوی ته موږ وکالت کړی او نوره زمينه مو ورته برابره کړې".
ملک مجاهد شینواری هم پاکستان کې د قومونو شورا مشر دی. دی د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ کېدو سبب شوي او د اقتصادي کړکېچ له کبله بې اسنادو افغانان پاکستان ته تللي.
دی وايي، پاکستاني پوځیان دې له افغان مېرمنو سره سم چلن وکړي.
دی وايي، "له کوټې راوښتونکي افغان کډوال په کراچۍ راوستل کېږي او د اسنادو نه لرلو له کبله نیول کېږي او بندیانېږي، له دوی سره کوچنیان هم نیول کېږي او میندوارې مېرمنې هم پکې شته چې د ځینو په زندانونو کې بچیان زیږېدلي".
په کوهاټ کې د افغان کډوالو د یوه کمپ مشر حاجي اول خان بیا وايي، د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیول کېدو لامل هغه کارټونه دي چې د پېژندپاڼو اداره یا (نادرا) کې د معلوماتو یا ثبت ستونزه لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای











