د افغان کرېکټ لوبغاړي کورنۍ غړي پاکستان ته پر لار ورک شوي

فضل الحق فاروقي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فضل الحق فاروقي وايي، د کورنۍ غړي د چمن پر لار پاکستان له اوښتو وروسته نادرکه شوي دي.

ښاغلي فاروقي پر خپله فسبوک پاڼه د خپلې کورنۍ غړو د نادرکه کېدو خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې په موندلو کې دې مرسته ورسره وشي.

نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي:" زما ماما او کورنۍ یې نادرکه شوې که چاته هم مالومات وشو نو موږ سره دې اړیکه کې شي."

د فاروقي د کورنۍ یوه غړي بي بي سي پښتو ته ویلي چې، په نادرکه شویو کسانو کې د ښاغلي فاروقي ماما، درې خوریونه او خور شامل دي چې له اتو ورځو راهیسې یې په اړه مالومات نشته.

فضل الحق فروقي

د عکس سرچینه، Fazalhaq Farooqi fb

د هغه د کورنۍ د دغه غړي د مالوماتو له مخې، د فاروقي خور د پښتونخوا په هري پور کې اوسېده او شاوخوا اته کاله وروسته افغانستان ته د خپل کورنۍ غړو لیدو ته ورغلې وه، خو کله چې بېرته پاکستان ته راستنېده، چمن ته له اوښتو وروسته له خپلو درې زامنو او ماما سره نادرکه شوې ده.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ چارواکي وايي، د دغې پېښې په اړه مالومات نه لري.

د پاکستان پولیسو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وروستیو کې ډېر افغانان د پاکستان په سند ایالت کې پولیسو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیولي او بندیان کړي یې دي.

دا څو موده وړاندې هم د پاکستان کراچۍ کې پولیسو د ګڼ شمېر افغان کډوالو د نیول کېدو خبر خپور کړی و.

اوس هم زرګونه افغان کډوال د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي چې یو شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو ګڼو نورو ته نه دي ورکړل شوي.