لسګونه افغانان له چمنه بېرته سپین بولدک ته اړول شوي

بولدک

د عکس سرچینه، ABDUL BASIT

د عکس تشریح، په سپن بولدک کې پاکستان ته د ورتګ په هیله ټول شویو کسانو کې ګڼ شمېر ناروغان هم دي چې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ګڼ شمېر افغانان د کندهار په سپین بولدک کې له دروازې نه د تېرېدو په تمه ور ټول شوي، خو پاکستاني امنیتي ځواکونه ورته اجازه نه ورکوي او ځینې چې ور اوښتي وو بېرته یې افغانستان ته اړولي دي.

هلته د افغان وګړو د سخت کړاو په اړه ځايي اوسېدونکو او مساپرو بي بي سي ته معلومات ورکړي چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ خلک پکې په ورځو ورځو بې سرپنا پاتې دي.

ازاد خبریال، محمد انس بارکزي، له سپین بولدکه بي بي سي سره په خبرو کې وویل ګڼ شمېر افغانان د پاکستان ویزې هم لري خو پاکستاني سرحدي چارواکي یې نه پرېږدي چې پاکستان لاړ شي.

ښاغلي بارکزی وايي د پخوا په څېر یوازې د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو اوسیدونکو ته اجازه ورکول کېږي چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته تګ راتګ وکړي او لامل یې دا دی چې د پولې دواړو غاړو ته خلک په خپلو کې خپلولي لري.

اوس مهال په ګڼ شمېر کې خلک په مساپرخانو، هوټلونو او ان تر شنه اسمان لاندې پاکستان ته د تګ په خاطر شپې سبا کوي.

رپوټونه وايي دغلته ګڼ شمېر خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه د سرطان په ناروغۍ اخته کسان.

مخکې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه کې له پاسپورټ او ویزې پرته د تذکرې او شناختي کارت لرونکو تګ راتګ کاوه.

د پاکستان مرکزی حکومت د روان کال په لومړیو کې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې لپاره به د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره په شپه او ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پرانیستې ساتي.

مخکې به د سپین بولدک چمن پر دروزاه په عادی ورځو کې تر ۲۰ زرو ډېر کسان د کرښې له بلې غاړې چمن نه سپین بولدک ولسوالۍ ته د کاروبار لپاره تلل او شاوخوا ۹ زره کسان له سپین بولدکه چمن ښارګوټي ته تلل.

اسلام اباد له تېرو څو میاشتو راهیسی پر دغه دروازه تګ، راتګ د کورونا د مخنیوي په پلمه هم څو ځلې محدود کړی و چې دغه اقدام د کرښې بله غاړه چمن ښار کې کاروباریان سخت اغېزمن کړی و او له امله یې اعتراضونه هم وشول.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي وايي، دوی نور افغان کډوال نه مني (ارشیف تصویر)

څو ورځې وړاندې هم په کوټه کې لوړپوړي چارواکو ویلي وو چې د دغه ښار له بليلي سیمې يې شاوخوا پنځوس هغه افغان کډوالې کورنۍ بېرته تر ډېورنډکرښې د افغانستان غاړې ته اړولې، چې د دوی په خبره څو ورځې وړاندې هملته په غیر قانوني توګه ورغلې وې.

د کوټې کمشنر سهیل الرحمان بلوڅ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''دغه کډوالې کورنۍ په ناقانونه توګه کوټې ته راغلې وې، ځکه مو بېرته ولېږدولې ''.

پاکستاني چارواکي وايي، دوی نور افغان کډوال نه مني.

ددې افغان کډوالو کورنيو ځينو ښځو تر بېرته لېږدولو وړاندې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، دوی د جګړې او طالبانو له امله خپل وطن پرې ایښی و او تر شپو شبو مزل وروسته کوټې ته تللي وو.

یوه مېرمن چې ماشوم زوی يې په غېږ کې وو او چیغې يې وهلې، بي بي سي ته وویل ؛چې سوله وای موږ پروا نه کوله او خپل وطن مو نه پرېښود، خو چې سوله نه وه، نو بېخي مو له یو دوه جوړې کالیو سره وطن پرېښود او دلته راغلو ''.

دغې مېرمنې ویل، کوټې تر راتللو وروسته يې هم نه څه د خوراک څښاک لپاره پيدا کړل او نه يې سرپناه وموندله.