"راتلونکې اونۍ د تورخم، سپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پیلېږي"

.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم ساپی
    • دنده, بي بي سي

په پاکستان کې افغان سفیر وايي، د راتلونکې اونۍ له دوشنبې ورځې به د تورخم، سپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پیل شي، په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، که ستونزې نه وي، د تېر کال پرتله د تازه مېوو او سبزیو له لارې نیم میلیارډ ډالرو زیات عواید به تر لاسه شي.

د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې له څلور میاشتني ځنډ وروسته ټاکل شوې د روان کال د جون میاشتې په ۲۲مه د افغان صادراتو پرمخ د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارې پرانېستل شي.

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل وايي، نن پنچشنبه به د دواړو هېوادونو د کمېټو ناستې ترسره شي چې راتلونکې اونۍ به په عملي ډول پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پیل شي:

"موږ دې پایلې ته ورسېدو چې افغان صادراتو ته به د جون له ۲۲ مې اجازه ورکول کېږي چې له درېواړو لارو تورخم، سپین بولدک او غلام خان څخه صادرات پیل شي، د غلام خان په اړه باید ووایم چې دا لاره به له دې تاریخه د صادراتو او وارداتو لپاره وکارول شي، تر ۲۲م تاریخ به کمېټې خپل بحثونه ولري، ترڅو هغه لازم اقدامات چې په کار دي ترسره شي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، په کلني ډول دغه هېواد له څلور تر څلورنیم لکو ټنو تازه میوه او سابه نورو هېوادونو ته صادروي چې له دې ډلې کابو درې نیم لکه ټنه یې یوازې د پاکستان بازارونو ته صادریږي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه خونې د رهبري پلاوي غړي خان جان الکوزي بي بي سي ته وویل، چې که د لارو د بندېدو ستونزه نه وي د تېرکال پرتله به افغان سوداګر به نیم میلیارد ډالره زیات عواید ترلاسه کړي ځکه سږکال تازه میوه او سابه زیات دي:

"د دوی له خوا افغاني ټرکونو ته اجازه موږ لپاره لویه لاسته راوړنه ده، سږ میوه زیاته شوې، که ستونزې حل شي صادرات مو زیاتیږي."

ښاغلی الکوزی وايي، پاکستاني لوري ورسره یوازې په ورځني ډول د تورخم، غلام خان او سپین بولدک له لارو د ۵۰-۵۰ ګاډو د ورتګ بهیر منلی، چې په خبره دوی ورڅخه د زیاتو غوښتنه کړې خو هغوی ویلي، په توکو د وېروس ضد درملو کارولو ته په کتو به پرېکړه وکړي.

له دې وړاندې د تورخم او سپین بولدک له دروازو هره ورځ پاکستان ته د تازه میوو او سبو ۵۰۰ ګاډي تلل، خو په تېرو درېیو میاشتو کې د دې دروازو هېڅ موټر نه دی وتلی.

نږدې ټرانسپورټي لار، د بازار ټیټ سټنډرډ هغه څه دي چې افغان سوداګر خپلې ۹۰ سلنې میوې دغه هېواد ته صادروي او نورې بدیلې لارې هم نشته.

افغان حکومت تېرو کلونو کې د اروپا او منځني ختیځ په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو صادراتو لپاره هوايي لارې پرانیستې خو سوداګر یې ډېرې اغېزمنې نه بولي.