وسله والو طالبانو د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې

د عکس سرچینه، ABDUL BASIT
وسله والو طالبانو د جمعې له ورځې سپین بولدک کې پر ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لاره د هر ډول تګ، راتګ لپاره تړلې ده.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کي ویلي ، دغه لاره به تر هغو تړلي وي، چي د پاکستان له خوا پر تګ، راتګ هر ډول نوي بندیزونه نه وي لیرې کړل شوي.
مخکې د سپین بولدک او چمن تر منځ دروازه کې له پاسپورټ او ویزې پرته د تذکرې او شناختي کارت لرونکو تګ راتګ کاوه.
د پاکستان مرکزی حکومت د روان کال په لومړیو کې اعلان کړی و، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې لپاره به د چمن او سپین بولدک ترمنځ لاره په شپه او ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پرانیستې ساتي.
تازه، طالبانو په خپله اعلامیه کي د دې دروازې د پرانیستي پاتې کېدو د وخت اوږدېدو او پر تګ، راتګ د هر ډول نویو شرطونو د لېري کېدو غوښتنه کړې ده.
د سپین بولدک - چمن پر دروزاه په عادی ورځو کې تر ۲۰ زره ډېر کسان د کرښې له بلې غاړې چمن څخه سپین بولدک ولسوالۍ ته د کاروبار لپاره ځي او شاوخوا ۹ زره کسان له سپین بولدک څخه چمن ښارګوټي ته اوړي.
دې ۹ زره کسانو کي د ناروغانو تر څنګ هغه کسان هم شامل دي، چي د کورنۍ غړي یې د کرښې هغه غاړه کې ژوند کوي.
اسلام اباد له تېرو څو میاشتو راهیسی پر دغه دروازه تګ، راتګ د کورونا د مخنیوي په پلمه محدود کړی دی، چې دغه اقدام د کرښې بله غاړه چمن ښار کې کاروباریان سخت اغېزمن کړل او اعتراضونه یې هم کړي.
د سپین بولدک - چمن دروازه پر داسي مهال د عامو خلکو تر څنګ د سوداګرۍ پر مخ هم تړل کېږي چي دم ګړۍ په کندهار کې د تازه مېوې لکه انګور، خټکيو او انارو د صادارتو موسم دی.
د کندهار او شاوخوا سیمو د کرنیزو محصولاتو لویه برخه د پاکستان بازارونو ته لېږدول کېږي.
بل خوا ویل کېږي، چې افغان حکومت د سپین بولدک ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تابیا نیسي او یو شمېر په دې باور دي چي د سپین بولدک - چمن د دروازي تړل کېدل ښایي له همدې خاطره وي.
یو شمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی، 'هوايي بریدونو کې لسګونو وسله وال وژل شوي'

د عکس سرچینه، MOD
له څو ورځو راهیسې د افغانستان پر یو شمېر لویو ښارونو د وسله والو طالبانو بریدونه دوام لري او د رپوټونو له مخې د دې ډلې یو شمېر وسله وال بېلا بېلو ښارونو ته ننوتي دي.
د افغانستان دفاع وزارت مسوولین وايي، تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې د طالبانو ۹۴ وسله وال وژلي دي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دې ډلې د 'سرې قطعې ' قومندان 'مولوي مبارک ' هم په وژل شویو کې شامل دی.
د چارواکو په وینا په همدې ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
بل لور ته طالبانو د مولوي مبارک وژل کېدو ادعا رد کړې ده.
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، طالبانو ته دغه تلفات د افغانستان ځمکني او هوايي پوځ په ګډو عملیاتو کې اوښتي دي.
بل لور ته یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، په لښکرګاه کې د امریکا هوايي ځواک هم بریدونه کړي دي.
له دې مخکې هم وروستیو جګړو کې د افغان ځواکونو په ماتړ بهرنیو هوايي ځواکونو بمبارۍ کړې دي.
افغان امنیتي چارواکو د دې بریدونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، دې همکارۍ ته اړتیا لري.
بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په هکله یوه ویډیو خپره کړې او ادعا کوي چې دغه بریدونه د ملکي خلکو پر بازارونو او سوداګریزو مرکزونو شوي دي.
نیمروز او جوزجان ته تازه دم ځانګړي ځواکونه استول شوي

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان سوېل لوېدیځ ته په نیمروز کې د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې تر زیاتېدو وروسته افغان چارواکي وايي، دغه ولایت ته یې ځانګړي ځواکونه استولي دي.
په ولسي جرګه کې د نیمروز استازي ګل احمد بي بي سي ته ویلي طالبان هڅه کوي د دغه ولایت پر مرکز زرنج ښار برید وکړي.
د هغه په وینا د دې بریدونو دفع کولو لپاره ځانګړي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
نیمروز ته دا ځواکونه په داسې مهال استول کېږي چې طالبانو پرون وویل، د دغه ولایت سرحدي ولسوالي کنګ یې نیولې ده.
وروسته داسې رپوټونه وو چې طالبانو پر ولایتي مرکز زرنج ښار برید کړی او بیا هم خواله رسنیو کې د نیمروز د مرکز د سقوط او ایران ته د والي عبدالکریم براهوي د اوښتو اوازې خپرې شوې.
خو والي براهوي ویډیو پیغام کې وايي، ایران ته نه دی تللی او د ولایت په مرکز کې دی.
ورته مهال د شمالي ولایت جوزجان مرکز شبرغان ښار شاوخوا کې هم د جګړو او نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
دفاع وزارت وايي دغه ښار ته هم تازه دم ځانګړي ځواکونه رسیدلي دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بېګا شپې جګړه کې یې وسلوال د شبرغان ښار "د سرپل بندر لخوا خاطره هوټل، لویدیځ پلو محبس او جغسای طرف کې د دوستم قصر ته رسېدلي دي."
نوموړی د کمانډو او نورو افغان سرتېرو د وژلو ادعا هم کوي.
که څه هم افغان چارواکي د طالبانو د دې ادعا په هکله څه نه وايي، خو په لوګر، هلمند، کندهار، هرات او نورو ولایتونو کې لسګونو طالبانوته د مرګ ژوبلې ادولو ادعا کوي.









