پاکستاني چارواکي وايي، 'ټول بې اسنادو افغان کډوال' ثبت او راجستر کوي

پاکستاني چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې ۱۳ لکه ثبت شوي او نژدې همدومره ناثبت شوي افغان کډوال مېشت دي. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستاني چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې ۱۳ لکه ثبت شوي او نژدې همدومره ناثبت شوي افغان کډوال مېشت دي. ارشیف تصویر

پاکستاني چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوملیکنه پیلوي، چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.

دا مهال په پاکستان کې څه باندې یو میلیون افغانان له حکومت سره ثبت دي او داټکل له مخې همدومره نور داسې هم شته چې نومونه یې ثبت نه دي، چې له امله یې ډېر ځله د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کېږي او ناوړه چلن ورسره کېږي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان سرحدي چارو وزیر طلحه محمود ویلي، دوی به هڅه وکړي چې پاکستان کې مېشت هېڅ یو افغان کډوال داسې پاتې نه شي چې نوم یې ثبت او راجستر نه وي.

ښاغلي محمود د پاکستان ملي اسمبلۍ غونډې ته وینا کې ویلي چې تر اوسه له دوی سره په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو شمېر ۱۳ سوه زره کسانو ته رسېږي، چې په وینا یې په تازه پیل شوې لړۍ کې یې سل زره نور کډوال هم ثبت او راجستر کړي دي.

نوموړی وايي، د لسو او دوولس سوه زرو تر منځ افغان کډوال لا هم د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې داسې شته، چې د کډوالو په توګه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي. ښاغلی محمود وايي، حکومت هڅه کوي د پاکستان بېلا بېلو سیمو کې هغه ستونزې هوارې کړي، چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کې په ځانګړې توګه د سند ایالت په مرکزي ښار کراچۍ کې ګڼ شمېر افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي وو، ځورول شوی وو او د رپوټونو له مخې خورا ناوړه چلن ورسره شوی وو.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د نومبر نیمايي کې بیا د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د غبرګون په تعقیب پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰ نیول شوي افغان کډوال راخوشي شوي دي.

وړمه ورځ بیا د پاکستان په ملي اسمبلۍ پښتون ملتپال سیاستوال محسن دوړ او ځینې نورو سیاستوالو هم دا موضوع یاده کړه. له هغه وروسته د پاکستان سرحدي چارو وزیر وویل، حکومت هڅه کوي چې ټول پاکستان مېشت افغان کډوال ثبت او راجستر کړي.

بل لور ګڼ شمېر هغه افغانان، چې په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته پاکستان ته لاړل چې له هغه ځایه امریکا او اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي، له ګڼو ستونزو سرټکوي.

ځیني وايي، څه باندې یو کال کېږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو این اېچ سي ار) ته یې عریضې کړې، خو په وینا یې اوس یې هم برخلیک نه دی معلوم. 

بله خوا یو این اېچ سي ار وايي دوی یوازې هغه افغانان دریمګړو هېوادونو ته معرفي کوي، چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي.