"پاکستان کې له نیول شویو افغان کډوالو ۴۰۰ خوشي شوي"

د عکس سرچینه، Afghanembassy1
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د غبرګون په تعقیب پاکستان کې شاوخوا ۴۰۰ نیول شوي افغان کډوال راخوشي شوي دي.
باختر وايي، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبد المطلب حقاني پاکستان کې د ۴۰۰ افغان کډوالو راخوشي کېدل تایید کړي دي.
د رپوټونو له مخې، تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان له سفیر عبید الرحمن نظاماني سره لیدنه کې ویلي وو چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.
د پاکستان سفیر هم ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې ګډ دیني، کلتوري او اقتصادي مشترکات لري او هېچا ته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د فضا د ترینګلې کولو اجازه ورنه کړي.
په رپوټونو کې راغلي وو چې له پاکستاني زندانونو د راخوشي شویو افغان کډوالو بېرته ستنېدل پیل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستاني زندانونو کې د نورو بندي افغانانو د خلاصون لپاره هم هلې ځلې روانې دي.
ویل کېږي پاکستاني پولیسو ۱۲۲ نور افغان کډوال سیند ایالت کې نیولي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دغه افغانان تازه بلوچستان او سیند ایالت ته تللي وو چې ماشومان او ښځې هم پکې دي.
په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ډېری نیول شویو افغانانو د اوسېدو اسناد نه لرل، خو په نیول شویو کې داسې کسان هم وو چې د اوسېدو قانوني اسناد یې لرل.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر غوښتي چې افغانانو ته د وېزې ورکولو اسانتیا برابره کړي.
دوه ورځې وړاندې پر خواله رسنیو یوه وېډیو خپره شوه چې ظاهراً ځینې نیول شوي افغانان په پړي تړل شوي او ګاډو ته بېول کېږي، چې پر خواله رسنیو یې د افغانانو توند غبرګونه راپارولی دی.
په ورته وخت کې د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي، د کندهار له سپین بولدک چمن ته پر ورتلونکې لاره نا معلوم کس پر پاکستاني امنیتي کسانو ډزې کړې چې له امله یې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
وروسته پاکستان د سپین بولدک لاره وتړله او وویل تر هغو چې د ډزو عاملین دوی ته نه وي سپارل لشوي دا لار به بنده پاتې وي.
خو مجاهد وايي، دوی د پېښې د څېړلو او عاملینو د پیدا کولو لپاره یو لوړپوړی پلاوی ټاکلی او پلټنې یې پیل کړې دي.








