کرن ډېکر: پاکستان کې افغان مېرمنې خپل هېواد ته ستنېدو ته تږې دي، خو د خپلو حقونو ضمانت غواړي

کرن ډېکر

د عکس سرچینه، KABULUSEMBASSY

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

په قطر کې مېشت د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډېکر وايي، پاکستان ته کډه شوې افغان مېرمنې بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته تږې دي خو د خپلو حقونو ضمانت غواړي.

اغلې ډېکر ویلي، دوی هم د هغوی دا غوښتنه بدرګه کوي.

کرن ډېکر د افغانانو وضعیت ارزولو او پرې د بحث لپاره پاکستان ته تللې ده.

دې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له افغان مېرمنو سره يې "له احساساتو ډکې خبرې کړې دي" او په خبره یې د هغوی په سترګو کې یې افغانستان ته د ستنېدو تنده "اور" لیدلی دی.

خو اغلې ډېکرې لیکلي، "هغوی ډارېږي چې که افغانستان ته ستنې شي نو په زور واده ته به اړ ایستل شي او له زدکړو او کار به منع کړای شي. نو ځکه د خپلو حقونو ضمانت غواړي. او موږ هم د دوی لپاره دغه تضمين غواړو."

دا شاوخوا دوه میاشتې وړاندې افغانستان لپاره د امریکا سفارت د سرپرستې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اسلام اباد ته د اغلې ډېکر لومړی سفر دی.

په قطر کې مېشت د افغانستان لپاره د امریکا سفارت دې چارسمبالې همدا راز د افغان مېرمنو په اړه لیکلي، "ما هغوی وهڅولې چې پياوړې و اوسي او کله چې افغانستان ته ستنې شي نو هلته د داسې راتلونکي په جوړولو کې برخه واخلي چې د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندي وي او درناوی یې وشي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

اغلې ډېکر داسې مهال افغان مېرمنو ته هیله منې خبرې کوي چې پر ښځو د بندیزونو په دوام د طالبانو حکومت په یوه تازه ګام کې د پارکونو له مسولانو غوښتي چې ښځې دې نه ورپرېږدي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې پر افغان مېرمنو په پرله پسې ډول د زدکړو، کار او ټولنیزو ژوند په برخه کې بېلا بېل بندیزونه لګول شوي دي او ځينې يې د خپلو حقونو د نه خونديتوب له کبله غواړي له افغانستانه ووځي چې ګڼ شمېر يې په پاکستان کې هم مېشتې دي.

که څه هم اغلې ډېکر د دغه سفر پر مهال هلته د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ ښودلی خو د دې تر سفر مخکې د پاکستان سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له زرو ډېر افغانان نيول شوي.

په پاکستان کې يوې مدافع وکيلې منیزه کاکړ ویلي ښکاري چې د دغو نیونو لامل هلته د پاتې کېدو د قانوني اسنادو نشتوالی دی خو وايي داسې کسان هم پکې شته چې قانوني اسناد لري.

په وروستیو کې پر خواله رسنیو ګڼې داسې ویډيوګانې لاس په لاس شوې چې پکې ښکاري په پاکستان کې ځينې مېشت افغانان په مټو کې پر پړو تړل شوي او موټرو کې وړل کېږي. او افغان مېرمنو ته منسوبې ځينې داسې ویډوګانې هم خپرې شوې چې وايي، پر ډيورنډ کرښه د اوښتو پر مهال له جنسي ځورونې سره هم مخ شوې دي.

دغو ويډګانو د ګڼو افغانانو غصه پارولې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت يې هم غندنه کړې.

د دغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چاروکو غوښتي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوي ته ژمن پاتې شي او "د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو کوربه توب وکړي" او له دوی سره د ناسم چلند مخه ونیسي.