کرن ډېکر د 'افغانستان او افغانانو د ملاتړ' په تړاو خبرو لپاره پاکستان ته تللې

د عکس سرچینه، kabulusembassy
قطر کې مېشت افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرسته کرن ډېکر پاکستان ته تللې.
دغې امریکايۍ ډيپلوماتې د خپل دغه سفر هدف پاکستان کې د افغانانو حالت په اړه بحث او د افغانانو او افغانستان ملاتړ ښودلی.
د هغې له دغه سفر وړاندې د پاکستان سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له زرو ډېر افغانان نيول شوي.
په پاکستان کې يوې مدافع وکيلې منیزه کاکړ ویلي ښکاري چې د دغو نیونو لامل هلته د پاتې کېدو د قانوني اسنادو نشتوالی دی خو وايي داسې کسان هم پکې شته چې قانوني اسناد لري.
دا شاوخوا دوه میاشتې وړاندې افغانستان لپاره د امریکا سفارت د سرپرستې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اسلام اباد ته د اغلې ډېکر لومړی سفر دی.
هغې پر ټویټر ليکلي چې له دېرش کلونو وروسته پاکستان ته ځي او دا اونۍ همالته پاتې کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغې ویلي تمه لري چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د حالت په اړه ډېره وپوهېږي او له هغوی شخصیتونو او ډلو سره هم وګوري چې د افغانانو او افغانستان ملاتړ کوي.
خو نوموړې په دې اړه چې له چا چا سره پر څه خبرې کوي، نور وضاحت نه دی کړی.
اوسمهال مېلیونونه افغان کډوال په پاکستان کې ميشت دي چې یوه برخه يې هغه کسان دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره دغه هېواد ته تللي او ډېری یې دریمو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان په سند ایالت کې تر زرو زیات افغانان پاکستاني پولیسو نیولي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شته.
پاکستان کې د کډوالو چارو یوه وکیله مونیزه کاکړ وایي، پدغو کسانو کې ۳۴۰ یې په جمشرو او ۷۰۰ نور په کراچۍ کې پولیسو نیولي دي.
اغلې کاکړ وایي، ظاهراً ډېری دغه نیول شوي کسان او کورنۍ یې د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیول شوې دي. خو دا وايي، په نیول شویو کسانو کې داسې افغانان هم شته چې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد هم لري. هغې ویلي پولیس د دغو بندي افغانانو له کورنیو د رشوت او پیسو غوښتنه هم کړې.
د طالبانو حکومتي خبري آژانس باختر ریپوټ ورکړی چې ددغو افغانانو له جملې لږ و ډېر دېرش کسان خوشي شوي هم دي.
پاکستان دا مهال له کورني سیاسي کړکېچ سره هم مخ دی چې دې چارې د افغانانو د لا ډېرو ځورولو لپاره پلمه برابره کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان یو شمېر کډوالو بي بي سي ته ویلي چې پولیس په پېښور، اسلام اباد او کراچۍ کې دوی نیسي، ځوروي يې، او پیسې ترې شوکوي.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرستې مېرمن ډېکر له دې وړاندې ترکیې ته سفر کړی و او ویلي و چې هلته هم له افغانانو او کوربه چارواکو سره خبرې کوي.
اسلام آباد ته د هغې سفر داسې مهال ترسره کېږي چې څه موده وړاندې په دوحه کې د امریکا او طالبانو استخباراتي چارواکو هم سره کتلي وو.
راپورونه وايي د همدې تېرې میاشتې په پای کې یادو چارواکو بیا هم سره کتلي.
دواړو لورو ددغو خبرو د جزئياتو په اړه څه نه دي ډاګیز کړي.









