د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره: راتلونکي کې په افغانستان کې پوځي مداخله نه کوو

caren

د عکس سرچینه، kabulusembassy

د عکس تشریح، کرن ډېکر وايي، له دیپلوماتیکو لارو به طالبان د بشري حقونو درناوي ته وهڅول شي.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافيرې ټینګار کړی، چې د امریکا متحده ایالتونه به راتلونکې کې له پوځي اړخه بیا په افغانستان ښکېل نه شي او په وینا یې هیڅوک دې هم پر داسې یو څه حساب نه کوي.

کرن ډېکر، چې په دې ورستیو کې پردې دندې ګومارل شوې داهم وویل چې له ټولو دیپلوماتیکو او سیاسي لارو به کار واخیستل شي،چې طالبان وهڅول شٍي چې بشري حقونو ته د درناوي په اړه خپلې کړې ژمنې پلي کړي.

هغې همدارنګه وویل، په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو دوام او بشري وضعیت ښه کېدو لپاره امریکا باید د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.

شارژدافیره ډېکر وايي، ماموریت یې له افغانستان سره پر بشري مرستو، دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت پر ښه کېدو او له طالبانو سره پر تعامل یا راشه، درشه ورټول دی.

اغلې ډېکر چې له انلاین لارې یې د افغان فعالانو او خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، د دیپلوماسۍ پر مټ له طالبانو سره چلن اغېزناکه لاره ده، په نژدې راتلونکي یا په لېرې راتلونکي کې داسې پوځي پایله نه ویني چې په وینا یې امریکا دې پکې ښکېله شي.

دا وايي: ''داسې هېڅ شونتیا نه شته، چې امریکا بیا له پوځي پلوه په افغانستان کې ښکېله شي او هېڅوک دې په داسې یوې پایلې حساب نه کوي. ''

نوموړې ټینګار وکړ، امریکایان هڅه کوي، له دیپلوماتیکو او سیاسي لارو طالبان اړ کړي چې انساني ژوند ته د درناوي، بشري وقار او بشري حقونو ته درناوي په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

نوموړې د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل، موږ ټول سره سلا یو چې په دې برخه کې باید کار وشي او په وینا یې طالبان د عمل داسې معیارونو ته راوستل شي چې د نړۍ نژدې هر هېواد منلي دي.

اغلې ډېکر زیاته کړه باید د خبرو، پرمختیا او مرستې له لارې کار وشي چې داسې پړاو ته ورسېږو چې افغانان داسې ژوند ولري چې مستحق یې دي. د امریکا دې استازي د طالبانو او د دوی د مخالفینو تر منځ پخلاینه هم مهمه وبلله او په خبره یې هېواد یې په دې برخه کې کار کوي.

خو نوموړې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا د احتمال په تړاو اندېښنه څرګنده کړه. هغې په ټينګار سره وویل، چې امریکا د دې ډلو پر فعالیتونو نظر ساتي.

اغلې ډېکر په کابل کې د کاج په نامه پر یوه ښوونیز مرکز شوی برید وغانده او په وینا یې تمه لري چې طالبان د لږکیو امنیت ساتنې په برخه کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.