'پاکستان شلو ورځو کې ځینې نیول شوي افغانان خوشي کوي'

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ، پېښور او کوټه کې د افغان جنرال کونسلګریو په مټ پاکستان کې د نیولو شویو افغانانو د خلاصون لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې. پاکستاني لوري ژمنه کړې چې راتلونکو دریو اونیو کې به نیول شوي افغان سپین ږیري، ښځې او ماشومان او ناروغان ژر تر ژره خوشي شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د کډوالو چارو وزارت (سِفران) سره یې د سند ایالت کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیول کېدو په اړه اړیکې نیولې دي.

یاد سفارت وايي، د یکشنبې په ورځ (ډیسمبر ۱۸مه/لیندۍ ۲۷مه) پاکستاني لوري د افغان کډوالو د ستونزو د ژر حلولو ډاډ ورکړی دی.

سفارت وايي، د خپلو هڅو په لړ کې له ځینو وکیلانو سره له نژدې اړیکه کې دی چې پاکستاني محکمو او رسمي ادارو کې د نیول شویو افغانانو د قضیو په حل کې مرسته ور سره وکړي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې یې افغانستان کې واکمن طالبان مخته وړي،‌ لیکلي چې پاکستان کې د نژدې ۲۰۰۰ نیول شویو افغانانو له ډلې په تېرو دریو میاشتو کې تر ۵۰۰ بندیان له بېلابېلو زندانونو راخوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو هڅې روانې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

'د پاکستاني عالمانو یو پلاوی له طالب دفاعي چارواکو سره خبرو لپاره افغانستان ته تللی'

پاکستاني رسنیو افغانستان ته له پاکستانه د علماوو د څلور کسیزه پلاوي د تګ راپورونه ورکړي دي.

په چمن کې یوه پاکستاني چارواکي ويلي، د دیني عالمانو دغه پلاوی به د طالبانو د دفاع وزارت له مسؤلانو او ددې ډلې د ځينو نورو مشرانو سره په کندهار او کابل خبرې اترې ولري.

ددې سفر اصلي موخه په ډیورنډ کرښه په ځانګړي ډول سپین بولدک ـ چمن دروازه د وروستیو پېښو په اړ خبرې یادې شوې دي.

 د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستانيو پوله ساتو او طالب سرتېرو ترمنځ نښتې ددې لامل شوې چې ټاکل شوې د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی افغانستان ته لاړ شي.

دغه پېښې په وروستیو کې د سپین بولدک – چمن په دروازه ډېرې شوې دي.

په چمن کې یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته ويلي چې دديني عالمانو دغه پلاوی به په کرښه د ورته پیښو د تکرار مخنیوي لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

په سپین بولدک – چمن کې د پاکستاني پوله ساتو او طالب سرتېرو ترمنځ د نښتو پر دوام ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو قوماندانان د وضعیت څېړلو لپاره سره کښېني، خو د یاد پاکستاني چارواکي ویلي چې د دیني عالمانو د سفر له امله په پوځي کچه یاده ناسته هم ځنډېدلې ده.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستاني چارواکو په وینا، ټاکل شوې د دیني عالمانو دغه پلاوی به کندهار او کابل ته سفر ولري او هلته به له طالب مشرانو او دارنګه د دفاع وزارت له مسؤلانو سره خبرې وکړي څو د یادو پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوې چې د ځاني او مالي خساراتو ترڅنګ یې خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د همدې ستونزو د هواري په موخه څو اونۍ وړاندې د بهرنیو اړیکو په چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کر هم افغانستان ته تللې وه او هلته یې له طالب واکمنو چارواکو سره د دوی په لور د بریدونو د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم شریکې کړې وې.

خو یوه ورځ وروسته کله چې نوموړې په اسلام اباد کابل د خبرو پر مهال خپل سفر له لاسته راوړنو ډک باله، د دواړو هېوادونو پوله ساتي په چمن کې سره ونښتل چې د پاکستاني چارواکو په وینا ملکي خلکو ته په مرګ ژوبله واوښته.

تېره اونۍ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالب واکمنو لوړپوړی ډيپلومات په همدې تړاو احضار کړی و.

خو له دې ټولو هڅو سره سره دا ځل پاکستان دیني عالمان مخته کړي چې په وینا یې پر طالبانو د دوی له اغېز نه په استفادې په راتلونکې کې د نورو پېښو مخه ونیسي.