د چمن او سپین بولدک تر منځ د تګ راتګ ستونزې؛ احتجاجي پرلت 'په مشروط ډول پای ته رسېدلي'

بولدک

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د چمن او سپین بولدک ولسوالۍ تر منځ د وېش پر دروازه د رامنځته شویو ستونزو په غبرګون کې پیل شوی پرلت په مشروط ډول پای ته رسېدلی دی.

پرلت کوونکي وایي، پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري لپاره درې ورځي وخت ترې غوښتی، خو دوی ګواښ کوي چې که غوښتني یې و نه منل شي، نو بیا به لارې وتړي. یو شمېر دا تور هم پورې کوي، چې د پاکستان حکومت په قصدي توګه د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر مهال دا ډول ستونزي جوړوي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ یوه هوکړه شته، خو په تېر کې افغان سوداګرو بیا بیا پاکستانی لوری له دې هوکړې پر سرغړوونه تورن کړی دی. هغه کسان چې تازه یې د کرښې بل لور ته پرلت پیل کړی پر پاکستاني پوله ساتو تور پورې کوي چې سوداګر او مسافر ځوروي چې د کرښې یوه او بل لور ته تګ راتګ کوي.

پرلت کوونکي چې ګڼ شمېر یې د وېش بازار کاروباریان دي وايي، پاکستاني چارواکي یې د تګ راتګ مخه نیسي او په بېلا بېلو پلمو یې ځوروي.

د دې پرلت یو تنظیموونکی صادق خان اڅکزی وايي، پرلت یې په مشروط ډول د دریو ورځو لپاره ځنډولی او له پاکستاني چارواکو یې د ستونزو هوارولو غوښتنه کړې ده. نوموړی وايي، له چارواکو یې غوښتي هغه ټول محدودیتونه باید لېرې کړي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر مسافرو او سوداګرو لګول شوي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور په افغانستان کې د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، ستونزه یوازې د پاکستاني ځواکونو لخوا رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه: ''په سپین بولدک کې زموږ لخوا هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې. پاکستانی لوری د مسافرو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. ''

که څه هم پاکستان حکومت د دې ستونزو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د پښتون ژغورنې غوړځنګ مشر منظور پښتین د چمن او سپین بولدک تر منځ دروازه کې د مسافر او سوداګرو د ستونزو په هکله اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي پښتین نیوکه کړې چې له دې لارې د معدنیاتو لېږد خورا اسان دی چې په ظاهره یې اشاره د ډبرو سکرو او مرمر ډبرو ته ده. خو د ده په وینا هغه کسان چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او یا سوداګرو ته ستونزې جوړېږي او بډې، رشوتونه ترې غوښتل کېږي.