سپین بولدک - چمن دروازه درې ورځې وروسته پرانیستل شوه

بولدک - چمن
د عکس تشریح، د تړل شوې لارې دواړو لوریو ته ګڼ شمېر کسان ایسار پاتې وو

پر ډېورنډ کرښه د سپین بولدک او چمن تر منځ 'باب دوستي ' دروازه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې پر درېیمه ورځ پرانیسل شوې ده.

د یادونې ده، چې پر پنجشنبه د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وشوه.

بولدک ته نږدې ځینو سرچینو بي بي سي ته وویلي چې نښته په ځايي وخت شاوخوا ۱۲ بجې پیل شوه او تر مازدیګره پورې روانه وه.

په دې نښته کې د شپږ کسانو د مړینې او د ۲۵ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی.

دا پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته د ډېورنډ کرښې اوږدو کې سخته نښته بلل کېږي. له پېښې وروسته د تګ راتګ لار تړل شوې وه او زرګونه خلک دواړو لوریو ته ایسار پاتې وو.

کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم پهخپل رپوټ کې وايي، اوس د بلوچستان چمن سیمې مرستیال کمشنر بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې له دریو ورځو وروسته د چمن او بولدک تر منځ لار پرانیستل شوې ده.

له دې مخکې پاکستان کې د افغانستان، پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال عثمان کاکړ بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان پوله ساتو چارواکو له قوله وویل چې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو پر دې موضوع غونډه کړې.

پاکستان
د عکس تشریح، پاکستاني ځواکونو او طالبانو پر یوه بل د برید پیلولو ترو پورې کړی و

نوموړی وايي، د دوی معلومات ښيي چې غونډه د پنجشنبې پر شپه شوې وه، خو د یکشنبې تر ګهیځه تړل شوې لار نه وه پرانیستل شوې.

کوټه کې یوه پاکستاني چارواکو ادعا وکړه، چې افغان طالبانو د پاکستان په خاوره کې امنیتي پوسته چمتو کوله، پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوه، طالبانو ډزې پیل کړې، چې وروسته دوی هم پرې ځوابي ډزې وکړې.

خو په افغانستان کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې موضوع په هکله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي و: "د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستاني ساتونکو سره یوه محلي ستونزه پیښه شوې، متاسفانه چي لومړۍ ډزې د پاکستاني ساتونکو له لوري پیل شوې. ''

د يادونې وړه ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ ډيورنډ کرښه ۲۴۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او پاکستان څوکاله وړاندې پرې د کټارو او اغزن تار لګول پيل کړي.

پاکستان ادعا کوي چې په دې پروژې يې زياتې پيسې لګولې دي او وايي د کرښې په اوږدو کې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی.