زېلېنسکي خېرسون ته تللی، وايي اوکرايين وړاندې روان او سولې ته نږدې دی

زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ له روسانو د خېرسون بېرته نیولو نه وروسته دغه ښار ته تللی. هلته ورټولو شویو پوځیانو ته یې په وینا کې ویلي چې اوکرايين "مخکې روان دی" او سولې ته نږدې دی.

د خېرسون له لاسه ورکول د روسیې لپاره یوه لویه ضربه بلل کېږي.

دا هغه سیمه ده چې روسیې په وروستیو کې په خپله اداره پورې تړل شویو سیمو کې حسابلی و. 

ښاغلي زېلېنسکي همدا راز په خېرسون کې د روسانو په لاس د جنګي جرمونو خبره هم کړې ده.

دی وايي، څېړونکو د خېرسون هغو سیمو کې چې روسي ځواکونه ترې وتلي د جنګي جرمونو تر ۴۰۰ ډېر موارد موندلي دي.

ښاغلي زېلېنسکي ادعا کړې چې دغو سیمو کې ملکي‌ خلکو او سرتېرو مړي موندل شوي.

بي بي سي په خپلواک ډول دا تورونه نه شي تاییدولی.

مسکو دا نه مني چې ځواکونو دې یې په لوی لاس ملکي خلک په نښه کړي وي.

له دې سره هممهاله اوکراییني چارواکو خېرسون ته پر تګ راتګ بندیز هم اعلان کړی دی.

د اوکرایین ولسمشر یکشنبه خپله شپنۍ ویډیويي وینا کې وویل "د روسیې پوځ خېرسون سیمه کې د زموږ د هېواد هغو نورو سیمو ته ورته جنایتونه تر شا پرېښي چې په ورننوتلو بریالي شوي وو‌."

هغه زیاته کړې "موږ به هر وژونکی له شک پرته پیدا او عدالت ته کینوو."

د جګړې له پیل راهیسې د بوچا، ایزیوم او ماریوپول په ګډون د اوکرایین بېلابېلو سیمو کې ډله ییز قبرونه موندل شوي. کیېف تور پورې کوي چې روسي ځواکونه دغو جنایتونو کې لاس لري.

Ukraine

د عکس سرچینه، Reuters

تېره میاشت د ملګرو ملتونو یوې کومېټې هم وویل چې اوکرایین کې جنګي‌ جرمونو شوي او روسي ځواکونه د یرغل د پیل پر مهال له بشري حقونو د اکثریت ترسره شویو سرغړونو مسوول دي.

خېرسون یوازنی سیمه ییز مرکز و چې روسي ځواکونو د روان کال د فبرورۍ وروستیو کې پر اوکرایین له برید وروسته نیولی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سپتمبر میاشت کرملین ماڼۍ کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې خېرسون او د اوکرایین درې نورې سیمې خپلې خاورې پورې تړي.

خو دا ښار د تېرې جمعې پر ورځ د اوکراییني ځواکونو لخوا بېرته ازاد شو.‌

د خېرسون ګڼ اوسېدونکي چې د اوکرایین بیرغونه یې رپول د اوکراییني ځواکونو بدرګې ته راوتلي او د هغوي پر ورتګ یې خوښي وښوده.

Kherson

د عکس سرچینه، Reuters

دغه ښار کې شاوخوا ۳۰ زره روسي ځواکونه ځای پر ځای وو.

اوس د دوی له وتلو وروسته د کیېف لخوا ګومارل شوي چارواکي د ادارو فعالولو لپاره بېرته دغه ښار ته ورګرځېدلي‌.

اوکرایینیان د خېرسون ازادول ځان لپاره تېر مارچ کې د پلازمېنې کیېف له څنډو د روسي ځواکونو د وتلو په څېر لویه ملي بريا او کرملین ته له سپکاوي ډکه ماته ګڼي.

خو په دې منځ کې دا ویره هم شته چې ځینې روسي ځواکونه ښايي دغلته بدل لباس کې پاتې وي او یا له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي چې روسانو سره یې د اشغال پر مهال همکاري کړې.

ښاغلي زېلېنسکي هم ویلي چې سیمه کې د پاتې روسي سرتېرو او د هغوی د مزدورانو لټون روان دی او همدا راز هڅه کېږي چې د احتمالي ورانکارۍ هڅې شنډې شي.

اوکراییني‌ ځواکونه اوس پر دې بوخت دي‌ چې خېرسون کې د انټرنیټ‌ او تلویزیون شبکې بېرته فعالې کړي.

د اوکرایین ولسمشر ډاډ ورکړی چې ژر به دغه ښار کې د برېښنا او اوبو ستونزې حل شي.