اوکرايين پر خېرسون خپل بیرغ ورپاوه او وايي، له روسیې به کرایمیا او ټولې سیمې بېرته نیسي

له خېرسون د روسي ځواکونو له وتلو وروسته اوس پر خېرسون یو ځل بیا د اوکرايين بیرغ رپېږي. د اوکرايين دفاع وزارت وایي، له روسیې به د کرایمیا په ګډون ټولې هغه سيمې بېرته نیسي چې ولکه کړې یې دي.
د دغه وزارت سلاکار یوري ساک بي بي سي ته ویلي چې خپل پوځي خوځښت به روان ساتي او په خبره یې، "موږ به خپله خاوره ازادوو او د اوکرايين ځمکنۍ بشپړتیا به تر هغو پولو بېرته رسوو چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوې او کرايمیا هم پکې راځي."
د یادولو ده چې روسیې پر اوکرايين د برید پر مهال بېلابېلې سیمې اوس په خپلې خاورې پورې تړلې دي.
اوکراييني چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روسي ځواکونه په بشپړ ډول نن له خېرسون ووتل او اوس دغه ښار د اوکرايين په لاس کې دی.
په دغه ښار کې اوکراييني ځواکونو ته ځايي خلکو هرکلی ویلی دی.
روسي ځواکونه په بشپړ ډول له خېرسون ووتل

روسي ځواکونه په بشپړ ډول له خېرسون وتلي دي. دا هغه سيمه ده چې پر اوکرايين د روسیې د برید په لومړیو کې په تېره فبرورۍ میاشت کې روسانو نیولې وه.
د روسیې دفاع وزارت دې وتلو ته د پوځیانو د "بیا ځای پر ځای کولو" نوم ورکړی او ټاس خبري اژانس هم د دغه وزارت له قوله ویلي چې د لویدیځې غاړې ټول روسي سرتېري له پولې بلې غاړې ته پر دینوپرو سیند اوښتي دي.
همدا راز یې ویلي چې د دغه بهیر پر مهال د روسي پوځ هېڅ ډول مهمات او وسلې په سیمه کې نه دي پاتې شوي او نه یې هم کوم سرتېري ته زیان اوښتی دی.
د ځايي وخت سهار پنځه بجې د خېرسون اوسېدونکو د انتونیوسکي پل خوا ته د چاودونو غږونه واورېدل او وروسته پر خواله رسنیو داسې ویډيوګانې او عکسونه خپاره شول چې پکې ښکاري له خېرسون د غځېدلي دغه یوازيني پله په ګډون ځينې سیمې ویجاړې کړل شوې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د جګړې له ډګر رپوټ ورکوونکي روسي خبریال ساشا کوټس پرخپله ټوېټرپاڼه هغه ویډیو خپره کړې چې دغه ویجاړ شوی پل یې تر شا ښکاري او دی په ویډیو کې وايي، "د سیند پورې غاړې ته زموږ هېڅ سرتېری نه دی پاتې. داسې ښکاري چې زموږ دوښمن له د پله هغې خوا ته نه دی رارسېدلی."
"د نړۍ دویم لوی پوځ تښتي"
تر اوسه روښانه نه ده چې انتونیوسکي پل چا ویجاړ کړی خو دا د جګړې پر مهال د تګ راتګ داسې یوه لار وه چې په پرله پسې ډول پر اوکراييني ځواکونو د توعندیو بریدونه کول.
که څه هم کرېملین دا خبره رد کړې چې ګواکې هلته "ناکام" شوي دي بلکې ادعا یې کړې چې دا د هېواد د دفاع وزارت پرېکړه وه خو کیېف ویلي، "د نړۍ دویم لوی پوځ په خپلو پښو تښتي"

د عکس سرچینه، Reuters
خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې روسي سرتېري د شپې د نيپرو سیند ته څېرمه پر یوه پلې منډې وهي او له پاسه پرې مرمۍ ورېږي.
تېره چهارشنبې روسیې اعلان وکړ چې له خېرسون وځي خو اوکراييني چارواکو شک څرګند کړی و چې ښايي دا کوم دام وي خو ورسره جوخت اوکراييني پوځ ادعا وکړه چې په وروستیو څو ورځو کې يې خېرسون ته څېرمه د سيمو په نیولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
اوکراييني ځواکونو وویل، د خېرسون شمال ته په پنځوس کيلومترۍ کې د شنيهورېفکا په نوم مهمه سيمه یې بېرته ولکه کړې ده.
کيېف هم ادعا وکړه چې خېرسون ته نږدې له دوو سيمو يې روسان په شا کړي دي او په ځينو سيمو کې يې ان اووه کيلومتره پرمختګ کړی دی.
خېرسون یوازینی مرکزي ښار و چې روسیې پر اوکرايين د برید په لومړیو کې ونیو او دا یې له خپلو لویو لاس ته راوړونه یوه یادوله.









