د اوکرایین جګړه: روسیې له خېرسون د ملکیانو ایستل پیل کړي

Russia's Izvestia website showed footage of people gathering to cross the Dnieper river

د عکس سرچینه، Izvestia

اوکرایین کې د روسي ځواکونو قوماندان جنرال سرګيې سوروویکین ويلي په سویلي خېرسون ښار کې وضعیت "ستونزمن" دی او اوسېدونکي یې باید وایستل شي.

نوموړی وايي اوکراییني ځواکونه د هیمارس توغندېو په وسیله چې امریکا ورکړي، د دغه ښار پر زېربناو او استوګنیزو سیمو بریدونه کوي.

هغه دا څرګندونې د روسیې له دولتي تلویزیون سره تازه مرکه کې کړې.

جنرال سرګي سورویوکین ويلي "د روسیې پوځ به د خلکو د وتلو خوندیتوب ډاډمن کړي."

خېرسون د اوکرایین لومړی ستر ښار و چې د تېرې فبرورۍ وروستیو کې پر دغه هېواد د روسیې له یرغل وروسته د روسي ځواکونو لاس ته کېوت.

اوکراییني ځواکونه چې له روسانو یې د خپلې اشغال کړې خاورې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي، په دې وروستیو کې پرله پسې دغه ښار ته نږدې پرمختګ کوي.

دوی سویل کې د ډنیپېر سیند اوږدو کې شاوخوا ۳۰ کیلومتره مخ ته تللي او روسي پوځیان یې د کلابندۍ خطر سره مخ کړل.

اوکراینیا دا سیند دنیپرو بولي.

A Ukrainian tank fires on Russian positions. File photo

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوکراییني ځواکونو په دې وروستیو کې خېرسون ته نږدې مهم پرمختګونه کړي

په ورته مهال روسیې لخوا خېرسون لپاره ګومارل شوي والي 'ولادیمیر سالدو' هم منلې چې د دنیپېر سیند پر ښي غاړه د پرتو ملکيانو د ایستلو لړۍ روانه ده.

خېرسون د اوکرایین یوازنی سیمه ییز مرکز دی چې د روسانو لخوا نیول شوی.

روسیې اعلان کړی چې دا او د اوکرایین درې نورې سیمې د تېرې میاشتې تش په نامه ټولپوښتنو پایله کې په خپلې خاورې پورې تړي.

خو د دغو ټولپوښتنو پایلې په نړیواله کچه په رسمیت نه دي پېژندل شوې.

جنرال سوروویکین چې جګړه کې د خپل توند چار چلن له کبله مشهور دی، ويلي د اوکراییني ځواکونو د توغندیو باران د خېرسون انتونیوڅکي پله او کاخووکا برېښنا بند ته زیان اړولی چې له کبله یې د دغو مهمو شریانونو اوږدو کې تګ راتګ درېدلی دی.

هغه زیاتوي چې دې کار همدا راز د خوړو، اوبو او برېښنا په څېر د اړینو خدماتو د اکمال او رسولو ستونزه هم رامنځته کړې ده.

بي بي سي په خپلواک ډول خېرسون کې د هغو ستونزونو موجودیت نشي تاییدولی چې دغه روسي جنرال یې یادونه کړې.

هغه دا هم ویلي چې اوکراییني ځواکونه ختیځ کې پر کوپیانڅک او لیمان او سویل کې پر مایکولایف - کریووي رې، اوږدو غځېدولو جبهو پرله پسې بریدونه کوي.

جنرال سرګي سوروویکین اوکرایین کې د روسي ځواکونو نوی قومندان دی.

Sergei Surovikin (Russian Defence Ministry photo)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جنرال سرګي سوروویکین جګړه کې د خپل توند چار چلن له کبله مشهور دی.

هغه د جنرال ارماګېدون په نوم هم پېژندل کېږي او د روسیې د جګړو پوخ او مجرب سرتېری دی.

نوموړي سوریه کې د روسیې د هوايي عملیاتو څارنه کوله چې ګڼ شمېر ملکیان پکې وژل شوي.

جنرال سوروویکین همدا راز د هغو ځواکونو قومندان هم پاتې شوی چې چیچنیا کې له بشري حقونو پر پراخو سرغړونو تورن دي.

هغه دا مرکه په داسې ورځ کړې چې روسیې د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف او نورو ښارونو د توغندیو او چاودیدونکو ډرون الوتکو په وسیله بریدونو ته دوام ورکړ.‌

دغو بریدونو کې تر ډېره د اوکرایین د برېښنا تاسیسات په نښه شوي چې له کبله یې اوس هم د کیېف ځینې برخې برېښنا او روانې اوبه نه لري.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وايي یوازې تېرو اتو ورځو کې یې د هېواد ۳۰ سلنه برېښناکوټونه ویجاړ شوي دي.