کامیکازې؛ امریکا وايي ایراني چاودېدونکي‌ ډرون د امنیت شورا پرېکړه لیک خلاف دي

Police officers shoot at a drone during a Russian drone strike, which local authorities consider to be Iranian-made Shahed-136 unmanned aerial vehicles (UAVs), amid Russia's attack on Ukraine, in Kyiv, Ukraine October 17, 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي له خپلو لوېدیزو متحدانو سره دا مني چې د ایران لخوا روسیې ته د چاودېدونکو ډرون الوتکو ورکړه د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره ټکر کې ده.

پر کیېف دوشنبه سهار د "کامیکازې" په نوم د دغو پېژندل کېدونکو ډرون الوتکو په وسیله بریدونه وشول.

د تېر ورځ برید کې کاورل شوي چاودېدونکو ډرون الوتکې که څه هم روسیې راپورته کړې وې خو باور دا دی چې ایران جوړې کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د فرانسې او بریتانیا له دې ارزونې سره موافق دي‌ چې دا ډرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۲۲۳۱ ګڼه پرېکړه لیک سره ټکر کې دي.

د دغه پرېکړه لیک له مخې د ایران د ځینو مشخصو پوځي ټکنالوژیو پر لېږد بندیز لګېدلی دی.

د اوکرایین حکومت مالومه کړې چې پر کیېف بریدونو کې ایراني ډرون کارول شوي.

ایران خپلې دا ډول بې پیلوټه الوتکې 'شاهد-۱۳۶ ' بولي، خو نور یې د 'کامیکازې ډورن' په نوم پېژني.

کامیکازې دویمې نړیواله جګړې پر مهال د جاپان جنګي جټونو پیلوټانو لخوا ترسره کېدونکو ځانمرګو ماموریتونو ته ویل کېدل.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا له بهرنیو چارو وزارته ویدانت پټېل وايي "زموږ باور دا دی، دغه بې پیلوټه الوتکې چې له ایرانه روسیې ته انتقال او د روسیې لخوا اوکرایین کې کارول شوي،‌ په هغو وسلو کې شاملې دي چې د ۲۲۳۱ ګڼه پرېکړه لیک له مخه پرې بندیز لګېدلی."

ایران له دې انکار کوي چې روسیې ته دې یې دغه چاودېدونکي ډرون ورکړي وي.

خو ښاغلی پټېل وايي امریکا په علني ډول برملا کړې چې روسیې له ایرانه ډرون ترلاسه کړي او دا چې مسکو پلان لري له تهرانه بېلابېل سلګونه ډرونونه وارد کړي."

هغه زیاته کړه په دې تړاو پراخ شواهد شته چې روسیه دا بې پیلوټه الوتکې اوکرایین کې کاروي.‌

د دوشنبې ورځې بریدونو کې په کیېف، دنیپرو او سومي سیمو کې بېلابېل مهم تاسیسات په نښه شول.

د اوکرایین حکومت وايي د دغو بریدونو له کبله پر سلګونو کلیو او ښارګوټو برېښنا پرې شوې ده.

Kyiv block of flats hit by drone, 17 Oct 22

د عکس سرچینه، Getty Images

دغو بریدونو کې کیېف او سومي کې اته کسان وژل شوي هم دي.

امریکا ګواښ کړی چې روسیې سره به د جنګي جرمونو حساب وشي.

روسیه او ایران سوریه کې هم د بشار الاسد حکومت ملاتړ کې یو لاس او ملګري وو.‌

له دې سره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېپ بورېل ویلي دا ټولنه هم د ایراني ډرونونو په اړه د شواهدو په راټولو بوخته ده او دا چې د تهران خلاف اقداماتو ته چمتو دي.‌