د روسیې جنګي جټ الوتکه استوګنیزه سیمه کې پرېوتې؛ ۱۳ کسان وژل شوي

Yeysk incident 17 October 2022

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې سویل کې د کرسنادور سیمې ییڅک ښار استوګنیزه سیمه کې یوه سوخو ۳۴ جنګي جټ الوتکه لوېدلې ده.

دا الوتکه سیمه کې له یوه استوګنیز بلاک سره جنګېدلې چې له کبله یې څو پوړونو اور اخیستی.

دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او چارواکي وايي ۶۴ نور یې ژغورلي دي.

د دې الوتکې لوېدلو له کبله په یوه استوګنیز بلاک مې اور لګېدلی چې وژلو لپاره یې اور وژنکي او د بېړنیو مرستو نور خدمات ورغوښتل شوي.‌

ځايي چارواکي د دې پېښې له لامله اړ شوي چې له یوه ورڅېرمه ښوونځي زدکوونکي خوندي ځای ته وباسي.‌

د روسیې دفاع وزارت وايي دا سوخو-۳۴ جنګي جټ الوتکه د دوشنبې ماښام مهال پر تمریناتي الوتنې بوخته وه چې یوه ماشین کې یې اور اخیستی.

دغه وزارت د دې پېښې په تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې دواړو پیلوټانو د الوتکې تر لوېدو وړاندې د پراشوټ په وسیله ځانونه ژغورلي دي.

Debris and burnt-out cars in Yeysk, 17 Oct 22

د عکس سرچینه، AFP

پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې هم ښکاري چې ځايي اوسېدونکي ظاهرآ د دې الوتکې له یوه پیلوټ سره چې له خپل پراشوټ سره د پېښې ځای ته نږدې لوېدلی، د مرستې هڅه کوي.

د روسیې دفاع وزارت اعلامیه که راغلي د دې الوتکې له پیلوټانو د ترلاسه شویو رپوټونو له مخې د پېښې لامل د الوتنې پر مهال د الوتکې یوه ماشین کې اور لګېدنه وه.

رپوټ کې زیاته شوې چې سیمه کې له یوه استوګنیز بلاک سره تر جنګېدو وروسته د الوتکې تېلو ټانکۍ هم اور اخیستی.

د کرېسنودار سیمې والي چې ییڅک ښار هم پکې شاملېږي، د ټېلېګرام یوه پیغام کې لیکلي د پېښې ځای ته روان دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د دې پېښې له کبله د دې نهه پوړيزه بلاک پنځو پوړونو کې اور لګېدلی.

Fire in Yeysk. Monday 17 October 2022.

د عکس سرچینه، Twitter/@sevslv

کرملېن ماڼۍ ځايي او مرکزي ادارو ته امر کړی چې د پېښې قربانیانو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

له دې سره د روسیې دولتي څېړونکې کمېټه وايي چې د پېښې په تړاو یې جنايي دوسیه پرانیستې او څېړونکي یې د پېښې ځای ته استولي دي.

خو دې ادارې نور جزییات نه دي‌ ورکړي.

ییڅک ښار د ازوف سیند په وسیله د اوکرایین له سویلي سیمو چې اوس د روسیې تر کنټرول کې دي، جلا شوی دی.