اوکرايين جګړه؛ روسیې پر کيېف د چاودېدونکو ډرون الوتکو بريد کړی

ډرون

د عکس سرچینه، YASUYOSHI CHIBA

په کیېف کې ځايي چارواکي وايي، پر یوه هستوګنیزه سیمه د روسیې د "کاميکازې" ډرون الوتکو په برید کې د وژل شویو شمېر درو ته لوړ شوی دی چې یوه هم ښځه ده.

د اوکرايين ولسمشر د دفتر مرستیال کیرېلو تېموشینکو وايي، ۱۹ تنه ژغورل شوي دي.

اوکرايیني چارواکي وايي، روسیې دغه بریدونه د کامیکازې بې پېلوټه الوتکو په مرسته کړي دي، داسې ډرون چې هدف په نښه کولو سره چوي.

نن دوشنبه د پلازمېنې کیېف اوسېدونکي د چاودنو غږونو له خوبه راپورته کړل، ورپسې د خطر زنګ ووهل شو او اوکراييني امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې دغه ډرون الوتکې راوغورځوي.

په ورته وخت کې د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو وایي دغو بریدونو کې د پلازمېنې مرکزي 'شوچنکیفسکي' سیمه کې استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی.‌‌

روسیې تېره اوونۍ هم د توغندیو بریدونو کې دا سیمه په نښه کړې وه.‌

پر کیېف او نورو ښارونو په هغو راکټي‌ بریدونو کې ۱۹ کسان ووژل شول.‌

مسکو هغه مهال ویلي وو چې دا خونړي بریدونه یې د کرایمیا پر پله د شوې چاودنې غچ کې کړي.

روسیې تېره اوونۍ د جګړې له پیل راوورسته په لومړي ځل د کیېف مرکزي سیمې په نښه کړې.

د بي بي سي پاول اډمز وايي‌ د دوشنبې سهار چاودنې په ځايي وخت شاوخوا ۷ بجې واورېدل شوې.

د کیېف ښاروال پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې مرستندویان سیمې ته رسېدلي او اوسېدونکو ته ویل شوي چې له هوايي بریدونو پناه ځایونو کې پاتې شي.

کامیکازې څه ډول ډرون یا بې پېلوټه الوتکې دي؟

ډرون

د عکس سرچینه، TELEGRAM

د عکس تشریح، د الوتکو نوم "کامیکازې" له هغو جاپاني پېلوټانو اخیستل شوی چې په په دویمه نړیواله جګړه به یې له خپلو الوتکو سره ځانمرګی برید کاوه.
  • دا واړې هوايي وسلې دي چې ډيسپوزېبل یا یو ځل مصرفه الوتکې هم ځکه ورته وايي چې هدف په نښه کولو نه وروسته بېرته نه راګرځي، بلکې پخپله چوي او له منځه ځي.
  • د الوتکو نوم "کامیکازې" له هغو جاپاني پېلوټانو اخیستل شوی چې په دویمه نړیواله جګړه به یې له خپلو الوتکو سره ځانمرګي بریدونه کول.
  • ولسمشر زيلېنسکي‌ تر دې مخکې پر روسیې تور پورې کړی و چې د اوکرايين جګړه کې د ایران جوړې کړې بې پېلوټه الوتکې کاروي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین روانه اوونۍ وویل چې پر اوکرایین د پراخې کچې هوايي بریدونو ته اړتیا نه ګوري.

نوموړي زیاته کړې وه چې اکثریت ټاکل شوي اهداف ویشتل شوي او ګواکې نه غواړي ټول اوکرایین ویجاړ کړي.