پوتین وايي، د اوس لپاره به پر اوکرایین پراخ هوايي بریدونه نه کېږي

پوتین وايي، له اوسني وضعیته خوښ نه دی، خو پر اوکرایین د یرغل له کبله یې پښيماني و نه ښووله.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پوتین وايي، له اوسني وضعیته ''خوښ'' نه دی، خو پر اوکرایین د یرغل له کبله یې پښيماني و نه ښووله.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، نور پر اوکرایین پراخو هوايي بریدونو ته اړتیا نه شته. نوموړي دا څرګندونې پر اوکرایین د روسیې له څو ورځو سختو توغندیزو، راکټي او ډرون بریدونو وروسته کړې، چې پر دغه هېواد د روسي ځواکونو له یرغل راهیسې تر ټولو سخت ګوزارونه بلل کېږي.

نوموړی وايي، ډېری هغه هدفونه ویشتل شوي دي، چې په نښه شوي وو او په وینا یې هدف یې د اوکرایین ویجاړول نه دي.

ولادیمر پوتین وايي، په دوو اونیو کې به د روسیې هغه هدف پوره شي، چې غواړي درې سوه زره کسان د پوځ لپاره راټول کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغله اته میاشتې وروسته د اوکرایین په ډېری اشغال شویو سیمو کې روسي پوځیان په شاتګ او اوکراییني پوځیان پرمختګ کوي.

په قزاقستان کې د سیمې هېوادونو له یوې سرمشریزې وروسته ښاغلي پوتین خبریالانو ته وویل، له هغو ۲۹ هدفونو ۲۲ ویشتل شوي دي، چې پوځ په نښه کړي وو او په وینا یې پاتې اووه به هم وویشتل شي.

نوموړي په دې هکله وویل: ''نور پراخو بریدونو ته اړتیا نه شته، موږ (اوس) نور هدفونه لرو. ''

له دوشنبې ورځې راهیسې روسي پوځ د اوکرایین پر بېلا بېلو ښارونو دغه ډول بریدونه زیات کړل، چې د روسیې ولسمشر په وینا د روسیې او ضمیمه شوې کریمیا تر منځ د یوه مهم پله اوږدو کې د چاودنې غبرګون و.

دې بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښته او له روسي یرغل وروسته لومړی ځل د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر مرکزي برخو توغندیز بریدونه وشول. بل لور ښاغلی پوتین وايي، هدف یې د اوکرایین ویجاړول نه دي، خو هغه پر اوکرایین د یرغل په هکله پښېمانې څرګنده نه کړه.

د جګړې لپاره د کسانو ګومارلو بهیر پای

ښاغلي پوتین وویل: ''څه چې اوس کېږي، داسې څه نه دي چې په نرمښت سره هر څه سم کړي، خو (که روسیې برید نه وای کړی) بیا به هم همداسې وو، موږ به په ورته وضعیت کې وو، یوازې زموږ لپاره به شرایط نور هم ناوړه وو، نو موږ چې هر څه کوو سم یې کوو او په مناسب وخت یې کوو. ''

نوموړي زیاته کړه، چې ۲۲۰ زره کسان یې د پوځي خدمت لپاره یو ځای کړی، چې په وینا یې ۱۶۰۰۰ یې وار له مخه د جګړې ډګر ته استول شوي دي. ښاغلی پوتین وايي، د نورو کسانو ټولولو ته اړتیا نه ویني.

د یادونې ده، چې د دې چارې پیل له اعلان سره لسګونه زره روسیان ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل. بي بي سي داسې شواهد هم لیدلي چې دغه نوي ګومارل شوي کسان له خورا ټیټ کیفیت پوځي روزنې سره جګړې ته استول شوي دي.

د بي بي سي روسي ژبې څانګه وايي، دوی داسې ۷۵۰۰ روسي پوځیانو معلومات موندلي چې د اوکرایین په جګړه کې وژل شوي دي. کره شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي او داسې رپوټونه هم شته، چې په دا وروستیو کې پوځي خدمت ته استول شوي کسان هم هلته وژل شوي دي.