د کرایمیا پر پله چاودنې ته غبرګون؛ پوتین اوکرایین پر ترهګرۍ تورن کړ

د ویډیو تشریح، کریمیا پر پله د چاودنې ویډیو چې امنیتي کمرو ثبت کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دغه هېواد کرایمیا ټاپو وزمې ته پر یوازیني غځېدلي پله د چاودنې پړه پر اوکرایین اچولې او دا یې یو "ترهګریز عمل" بللی دی.

ښاغلي پوتین ویلي د اوکرایین استخباراتو هڅې کړې چې په دې توګه د روسیې یوه خورا مهمه ملکي زیربنا له منځه یوسي.

هغه دا څرګندونې د روسیې د څېړونکې کمیټې له مشر الکساندر باستریکین سره تر کتنې وړاندې کړې دي.

چارواکو ویلي کریمیا ته پر غځیدلي پله چاودنه کې درې کسان وژل شوي.

روسي چارواکي وايي‌ د پېښې قربانیان هغې لارۍ ته نږدې موټرونو کې سفر کاوه چې چاودنه ورکړ شوې ده.

ښاغلي پوتین ویلي "دې کې هېڅ شک نشته چې دا یو ترهګریز عمل دی او هدف یې د روسیې د یوه مهمې ملکي زېربنا ویجاړول وو. طراحان، عاملان او ګټه اخیستونکي یې د اوکرایین امنیتي خدمات دي."

بلخوا د روسیې څېړونکې کمیټې مشر ويلي د روسیې او نورو هېوادونو یو شمېر وګړو د دغه برید چمتووالي‌ کې مرسته کړې ده.‌

د ښاغلي باستریکین په وینا د دوی څېړونکې موندلې هغه لارۍ چې پر دغه پله چاودنه ورکړ شوې، له بلغاریا، ګرجستان، ارمنستان، شمالي اوسېتیا او کرسناداره تېره شوې ده.‌

هغه د دې چاودنې په اړه چې د دغه پله او سړک یوه برخه پکې نړېدلې، د څېړنو امر کړی.

An explosion on a bridge linking Russia to Crimea

د عکس سرچینه، Getty Images

اوکراییني چارواکو تر اوسه داسې څه نه دي ویلي چې دا برید دې د دوی ځواکونو کړی وی.

د دغه هېواد د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي یوه سلاکار میخایلو پودولیاک د روسیې د ولسمشر تورونه هم رد کړي.

هغه لیکلي دلته "یوازې یو ترهګر دولت" موجود دی او دا چې "ټوله نړۍ یې پېژني هغه څوک دی."

نوموړي زیاته کړې "ایا پوتین اوکرایین په ترهګرۍ تورنوي؟ دا ان پخپله روسیې لپاره هم مذموم ښکاري."