روسیه کې پر یوه پوځي روزنیز مرکز وسله وال برید؛ ۱۱ کسان وژل شوي

Russian servicemen stand guard near the Kakhovka Hydroelectric Power Plant near Kherson, Ukraine - 20 May 2022

د عکس سرچینه، EPA

دوو وسله والو سړیو د شنبې پر ورځ اوکرایین سره پر پوله د روسیې بلګراد سیمه کې د پوځ یوه روزنیز مرکز کې ډزې کړې او لږترلږه ۱۱ کسان یې وژلي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس 'ریا' یوه رپوټ کې ویلي دغو سړیو د وسلو د تمرین پر مهال پر هغو کسانو ډزې کړې چې اوکرایین کې جنګېدو لپاره داوطلب شوي وو.

دې پېښه کې ۱۵ کسان ټپي شوي هم دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي بریدګر د پخواني شوروي اتحاد د یوه جمهوریت اتباع دي، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.

رپوټ کې راغلي چې بریدګر د پېښې پر مهال وژل شوي دي.

ریا خبري اژانس د روسیې دفاع وزارت د یوې اعلامیې له مخې ویلي "ترهګرو له هغو کسانو سره د وسلو د روزنې پر مهال چې په خپله خوښه یې [اوکرایین کې] په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د برخې اخیستلو لیوالتیا ښودلې وه، د دغه واحد پر پرسونل د وړو وسلو ډزې وکړې."

اعلامیه زیاتوي‌ "د دغو ډزو پایله کې ۱۱ کسان مرګوني ټپیان شول. ۱۵ نور کسان چې ټپونه یې د اندېښنې وړ وو، روغتیايي مرکز ته ولېږدول شول."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره میاشت د اوکرایین جګړې لپاره د یوه ۳۰۰ زره کسیز ځواک د منظمېدو امر وکړ.

دغه ځواک له هغو کسانو جوړېږي چې پخوا یې اجباري عسکري خدمات ترسره کړي.

خو د دغه امر خلاف د روسیې لروبر یو شمېر کسانو لاریونونه وکړل او ځینې هڅه کوي چې له هېواده ووځي.

د روسیې دفاع وزیر سرګې شویګو د اکتوبر لومړیو کې وویل چې ۲۰۰ زره احتیاطي سرتېري وار له مخه راټول شوي دي.