د روسیې او اوکرایین کړکېچ؛ اروپايي ‌ټولنه وايي پوتین د اتومي وسلو کارولو په اړه 'لافې نه وهي'

پوتین

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس تشریح، دا اونۍ پوتین د اتومي وسلو د کارولو له شونتیا پرده پورته کړه

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل ویلي، دغه ټولنه باید له اوکرایین سره د روسیې جګړه کې د اتومي وسلو کارولو په تړاو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرې جدي وګڼي.

جوزیپ بوریل د بي بي سي خبریالې لیز دوسیت ته ویلي، جګړه "خطرناکې شېبې" ته رسېدلې ده.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې روسیې د خپلو پوځیانو نسبي استول پیل کړي چې د اوکرایین څلور سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړي.

پوتین په جګړه کې له شاتګ سره مخامخ شوی او ځواکونه یې د اوکراییني ځواکونو د یرغلیزو بریدونو پر وړاندې شا ته شوي دي.

بوریل وايي: ''یقیناً دا یوه خطرناکه شېبه ده؛ ځکه چې د روسیې پوځ کلابند شوی، او د اتومي وسلو کارولو په تړاو د پوتین ګواښونکي غبرګون ډېر ناوړه عمل دی''.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل‌ پیلېدو اوه میاشتې وروسته، شنونکي اوس پر دې اند دي چې د ولسمشر پوتین ځواکونه په کمزوري دریځ کې دي، خو وايي یوه داسې "ډیپلوماتیک حل" ته رسېدل اړین دي چې پر بنسټ یې "د اوکرایین ځمکنۍ بشپړتیا او یووالی وساتل شي".

بوریل زیاتوي، که دا کار ونه شي، نو "د جګړې درول خو مو په وس کې شته، خو سوله به تر لاسه نه کړو او یوه بله جګړه به پیل شي".

پوتین څو ورځې مخکې ملت ته په یوه کمیابه وینا کې وویل، هېواد یې "د پراخې ویجاړۍ وسلې لري" چې په وینا یې "هر ډول موجوده وسیلې به وکاروو، غولول نه کوم".

بوریل زیاتوي: "کله چې خلک وايي که کوم کار کې غورول نه وي، باید جدي وګڼل شي".

A service member of the self-proclaimed Donetsk People's Republic walks past a polling station ahead of the planned referendum in Donetsk

د عکس سرچینه، Reuters

په همدې وینا کې پوتین ۳۰۰ زره روسي پوځیان اجبار‍ي عسکري خدمت ته وبلل چې پر ددې پرېکړې پر وړاندې اعتراضونه هم وشول او د اجباري عسکرۍ او د جګړې لومړیو کرښو کې د جنګېدو له وېرې له روسیې نه د ګڼو خلکو د وتلو خبرونه هم خپاره شوي.

دا پرمختګ داسې مهال شوی چې د اوکرایین په یرغلیزو بریدوونو کې تر ۸۰۰۰ مربع کلیومترو ډېر پرمختګ شوی او له روسي ځواکونو یې ځینې سیمې نیولې دي.

اوس په څلورو نیول شویو سیمو کې له روسیې سره د یوځای کېدو نظرپوښتنه روان ده. اوکرایین دا کار له روسیې سره د یوځای کېدو د یوې هڅې په توګه غندلی دی.

اوکرایین وايي، روسي پوځیان کور په کور ګرځي چې د خلکو نظر او رایې راغونډې کړي.