اوکراییني ځواکونو د روسانو لیکې ماتې او د خېرسون ښار پر لور پرمختګ کړی

Ukrainian armour in Donetsk region, 3 Oct 22

د عکس سرچینه، Reuters

اوکراییني ځواکونو د دغه هېواد سویل کې د روسیې تر کنټرول لاندې د ستراتیژیک خېرسون ښار شمال لوېدیځ کې ډنیپېر سیند ته څېرمه د روسي ځواکونو لیکلې ماتې کړې دي.

د اوکراییني‌ ځواکونو د دغه پرمختګ خبر د روسیې پوځي او سیمې لپاره د مسکو لخوا ګومارل شویو ځايي‌ چارواکو ورکړی دی.

دوی زیاته کړې‌ چې روسي ځواکونه دفاعي جګړې ته دوام کوي.‌

بلخوا د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي‌ ویلي بېلابېلو سیمو کې د اوکراییني خاورې نورې نوې برخې ازادې شوې دي.

ختیځ کې اوکراییني ځواکونو د روسیې لخوا د نیول شوې لوهانسک سیمې پر لور هم پرمختګ کړی دی.

ولسمشر زېلېنسکي ولس ته خپله ماښامنۍ وینا کې د ډېرو جزییاتو له ورکولو پرته وویل "ډېرو سیمو کې سخته جګړه روانه ده."

د شنبې پر ورځ د اوکرایین ځواکونو ختیځ کې لوهانسک سیمې ته څېرمه پروت ستراتېژیک ښارګوټی لیمان بېرته ونیو.

د روسيې پوځ له دغه ښاره د لوجېستیکي مرکز په توګه ګټه اخیسته.

لوهانسک کې د روسیې نیابتي جګړه مارو ویلي چې اوکراییني ځواکونه څو کیلومتره دې سیمې ته هم ورننوتي دي.

د رپوټونو له مخې اوکراییني‌ ځواکونه اوس لوهانسک کې د روسیې تر کنټرول لاندې د کرېمینا او سواتوفو ښارونو پر لور د حرکت په حال کې دي.

Ukrainian soldiers on APC in Donetsk region, 21 Sep 22

د عکس سرچینه، AFP

سویل کې خېرسون لپاره روسیې لخوا ټاکل شوي مشر ولادیمیر سالدو ویلي اوکراییني ځواکونو دودچاني ښار‌ ته څېرمه لیکلې ماتې کړې.

ښاغلی سالدو وايي "دې ځای کې ځینې استوګنځي دي چې اوکراییني ځواکونو نیولي."

خو ځینې روسي سرچینو ان ویلي‌ چې اوکراییني ځواکونو اوس دودچاني ښار هم نیولی دی.‌

د روسیې دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي د اوکرایین ځواکونه ترې د ټانکونو د شمېر له اړخه برلاسه دي.‌

هغه ادعا کړې چې روسي ځواکونو جګړه کې شاوخوا ۱۳۰ اوکراییني سرتېري وژلي دي.

د ښاغلي سادلدو په وینا اوکراییني‌ قطعاتو هڅه کوله چې د خېرسون د ختیځ په ۷۰ کیلومترۍ کې بندري نوا کاخووکا ښار کې پروت برېښنا بند ته ځان ورسوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي د اوکراییني ځواکونو پرمختګ کې د ډنیپېر سیند لویدېزه څنډه کې د ۲۵ زره مېشتو روسي ځواکونو اکمالاتي لیکې په نښه شوې دي.‌

د اوکرایین توپخانې خېرسون کې د لومړۍ لیکې له شمال لوېدیزه انتونوویسکي پله ته سخت زیان اړولی چې دغه ښار کې پرتو روسي ځواکونو ته د اتصال لپاره خورا مهم دی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

‌خېرسون او لوهانسک هغو څلورو سیمو کې شاملې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې تېره جمعه خپله خاوره پورې د تړلو رسمي اعلان وکړ.

هغه دا اعلان دغو سیمو کې له تش په نامه ټولپوښتنې وروسته کړی.

کیېف او لویدېزو متحدانو یې دا ټولپوښتنه جعلي بللې ده.

روسیه له دغو څلور واړو سیمو پر یوې هم بشپړ کنټرول نه لري.

د اوکرایین حکومت وايي له روسیې به په ۲۰۱۴ کال خپلې خاورې پورې د تړلې کریمیا ټاپو وزمې په ګډون خپله ټوله اشغال کړې خاوره ازادوي.