عامو خلکو د چندې په پیسو د اوکرایین پوځ لپاره ټانک واخیست

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مټ مرپي
- دنده, بي بي سي
په چېک جمهوریت کې یو شمېر هغو فعالانو چې پر اوکرایین د روسیې یرغل سره مخالفت کوي، د چندې په پیسو د اوکراییني پوخ لپاره یو نوی پرمختللی ټانک اخیستی.
دې کسانو پر انټرنېټ له عامو خلکو پیسې وغوښتې او څه باندې ۱۱ زره کسانو چنده ورکړه، چې له کبله یې ۸ نیم ملیون امریکایي ډالر راټول شول.
دا ټي-۷۲ ماډل ټانک چې څه باندې یو میلیون ډالر بیه لري، پخوا شوروي اتحاد کې جوړ شوی خو اوس یې نوی ماډل شته. د چندې راټولوونکو ویلي، دا ټانک د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته 'دالۍ کوي '.
د چندې راټولو په دې بهیر کې د چېک جمهوریت د دفاع وزارت او همدا راز په پراګ کې د اوکرایین سفارت هم ونډه درلوده.
د چېک جمهوریت د دفاع وزیرې د ټوکې په توګه پر توېټر لیکلي، دا ټانک به د روسیې ولسمشر ته د هغه د اویایمې کلیزې په مناسبت په تحفه کې ورکول کېږي.
هغې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې په دې چنده کې یې ونډه ورکړې او ټینګار یې کړی چې د اوکرایین د خلکو ملاتړ ته به دوام ورکوي.
د چندې راټولوونکي فعالان وایي، یوازې په ډې ټانک بسنه نه کوي او غواړي په راتلونکي کې د اوکرایین پوځ ته ډرون الوتکې، ګرم کالي، د مرمۍ ضد جاکټونه او سپکې وسلې هم رانیسي.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې ګڼو لویدیځو هېوادونو د اوکرایین پوځ ته درنې وسلې ورکړې دي. په دې لړ کې امریکا تر دې دمه څه باندې ۱۵ میلیارده ډالر او بریتانیا نږدې ۳ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د مرکزي او ختیځې اروپا هېوادونو هم دې جګړه کې د اوکرایین ملاتړ کړی او یوازې پولنډ تر دې دمه اوکرایین ته ۲۳۰ ټانکونه ورکړي دي.










