جو بایډن وايي د مسکو بې پروا ګواښونه یې نشي ترهولی

جو بایډن

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جو بایډن ویلي، امریکا او په ناټو کې ټلوال یې د ناټو له هرې ذرې خاورې دفاع ته چمتو دي

وروسته تر هغه چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکرایین څلور لاندې کړې سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړي، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي د "مسکو بې پروا ګواښونه به امریکا ونه وېروي".

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې ولادیمیر پوتین له روسیې سره د اوکرایین د نویو اشغال شویو سیمو د یوځای کېدو تر اعلان مخکې له خپلې خاورې د دفاع لپاره له اتومي وسلو د ګټې اخیستو ګواښ کړی و.‌

ښاغلي بایډن په سپینه ماڼۍ کې وویل: "روسیه امریکا او ټلوال یې نه شي ترهولی".

نوموړي نېغ د روسیې ولسمشر ته مخاطب شو او کامرې ته په ګوتې خوځولو یې وویل: "امریکا او ټلوال یې په ناټو کې د ناټو د هرې ذرې خاورې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري".‌

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "ښاغلی پوتین تېروتنه ونه کړې". پوتین اعلان وکړ چې د اوکرایین څلور نیول شوې سیمې به "د تل لپاره" د روسیې برخه وي.

پر اوکرایین د برید له پیله تر اوسه"جدي ترینګلتیا"

د ویډیو تشریح، د اوکرایین څلورو سیمو ناقانونه خپلول؛ پوتین وايي خلکو خپل انتخاب وکړ

د روسیې ولسمشر یوه وینا کې وویل، د اوکرایین په خېرسون، زپوریژیا،‌ لوهانسک او دونېڅک کې وګړو رایې ورکړې، چې "زموږ د خلکو او مورنۍ خاورې ترڅنګ به وي". د نوموړي اشاره هغې ټولپوښتنې ته وه چې په وروستیو کې یې په دې سیمو کې وکړه، خو اوکرایین او لوېدیځو هېوادونو دا تش په نامه ټولپوښتنه وبلله او پایله یې وغندله.‌

د ناټو سرمنشي هم له روسیې سره ددغو سیمو یوځای کول "پر اوکرایین د روسیې له برید راهیسې تر ټولو جدي ترینګلتیا" بللې ده.

د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د لفظي ترینګلتیا په تعقیب، ولادیمیر پوتین وویل، امریکا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر جاپان د اتومي وسلو کارولو سره په ښکاره ګواښ کې بې مخینې کار وکړ.‌

ښاغلي پوتین وروستیو کې ګواښ وکړ چې هېواد یې "بېلابېلې اتومي یرغلیزې وسلې" لري او "له خپلو ټولو شته وسیلو به ګټه واخلي" او په دې کې دی "باټې" نه وهي.

امریکا وايي، که مسکو د اتومي وسلو کارولو احتمال موجود وي، ښکاري چې دا ګواښ به نژدې پېښېدونکی وي.

کرملین په ښکاره ویلي وو چې له اوکرایین پر تازه نیول شویو سیمو هر ډول برید پر روسیه برید ګڼل کېږي چې د ترینګلتیا ډېرېدو په مانا به وي.

د روسیې او امریکا ترمنځ د تازه ترینګلتیا له ډېرېدو وروسته، د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي له ناټو سره د خپل هېواد د سم لاسي یوځای کېدو غوښتنه وکړه.