روسیې د اوکرایین نیول شوې سیمې رسماً د خپلې خاورې برخه اعلان کړې
د روسي ولسمشر، ولادمیر پوتین، د اوکرایین څلور لاندې کړې سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړې. نوموړي د دغه ګام د لاسلیکولو مراسمو کې ویلي، چې روسیه به په خپل ټول توان د دغو سیمو د وګړو دفاع وکړي.
د روسیې دا ګام په نړیواله کچه غندل شوی دی. ولسمشر پوتین په دې سیمو کې د روسیې له ګومارل شویو چارواکو سره په کریمیلن ماڼۍ کې د 'الحاق تړونونه ' لاسلیک کړل.
د روسیې سیاسي اشرافیه ته وینا کې نوموړي وویل، داسیمې به ''د تل لپاره '' د روسیې برخه وي.
د اوکرایین پلازمېنه کیېف کې بیا چارواکو د روسیې دې ګام ته په غبرګون کې اوکرایین ته د ناټو غړیتوب ورکولو چارې چټکولو غوښتنه کړې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، پر ښاغلي پوتین ''له جعلي لارې '' د اوکرایین پر خاوره ''د دعوې هڅه کړې. '' ښاغلي بایډن د روسیې دا ګام د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کول بللي او په وینا یې په هر ځای کې د سوله ییزو ولسونو د سپکاوي په مانا دی.
دا غونډه له هغه وروسته شوې، چې مسکو د اوکرایین په نیولو سیمو کې له روسیې سره د یو ځای کولو په تړاو ټولپوښتنه تر سره کړه، چې ملګرو ملتو، اوکرایین او د هغه هېواد نړیوالو متحدانو جعلي او ناقانونه بللې ده.
د روسیې ولسمشر ولادمير پوتين د وينا پر مهال لوېديځ وغانده او ادعا يې وکړه چې د دغو سيمو اوسېدونکو خپل غوراوی کړی دی.
د اوکرايين په ختيځ کې د لوهانڅک، دونيڅک او په جنوب کې د زاپوريژيا او خېرسون سيمو کې "تش په نامه" ټولپوښتنه شوې وه.
د پوتين له اعلان وروسته د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي د ناټو د چټک غړيتوب غوښتنه وکړه. د روسیې ملاتړو چارواکو له مخکې ادعا کړې وه چې ټولو خلکو د دغې پنځه ورځنۍ ټولپوښتنې ملاتړ ترلاسه کړی .
د روسیې له لورې د دغو سیمو د ضمیمه کولو لپاره د پیل شوې ټولپوښتنې هېڅ ډول خپلواکه څارنه نه ده شوې، رپوټونه شته چې ویل کېږي د ټاکنو اړوند مسولین له وسلو سره کور په کور ننوتل او خلک یې رایې اچولو ته اړ کول. امریکا او اروپايي ټولنې د ټولپوښتنې له امله پر روسیې د بندیزونو لګولو ګواښ کړی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایروک د پنجشنبې پر ورځ ویلي و چې د اوکرایین له اشغال شویو سیمو کې خلک له کورونو او کار ځایونو د وسلي په زور ایستل شوي دي. نوموړې همدا راز ویلي:" دا د ازادو او عادلانه ټاکنو خلاف کار دی. او دا د سولې خلاف کار دی."
روسیې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې وسله وال کسان یې د امنیتي خوندیتوب لپاره وو. یوې ښځې بي بي سي ته ویلي:" تاسو باید په خولې ځواب ورکړئ، امنیتي کسان یې بیا پر پاڼي لیکي او خوندي کوي یې."
روسیه د دغو ضمیمه شویو سیمو یوه هم په بشپړ ډول نه کنټرولوي، سره له دې چې د لوهانڅک ډېره برخه د روسیې په لاس کې ده او د دونیڅک پر ۶۰ سلنې واک لري.
اوکرایین او لوېدیځوالو متحدینو یې دا ټولپوښتنه جعلي بللی او په وینا یې سناریو یې د کرملین له لوري چمتو شوې ده. که روسیه دا څلور سیمې په خپله خاوره پورې وتړي، اوکرایین جګړه به ورسره یوه نوي او خطرناک پړاو ته ورسېږي، ځکه روسیه به د دې سیمو بېرته اخیستو هره څه پر خپله خاوره د برید په معنا بولي.












